اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) د زده كړو او پېشه ورانه تربيې وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي چې زده كړې د قامي پرمختګ بنياد دے ، حکومت په ګرد هيواد كښې د زده كړو معياري او مساوي موقعې باوري كولو له عملي اقدامات كوي۔ هغه د زيارت په ورځ په اسلام آباد ماډل کالج فار ګرلز (پوسټ ګرېجوېټ) جی 10/4 كښې كانووكېشن ته خطاب كولو په كوم كښې …
حکومت په ګرد هيواد كښې د زده كړو معياري او مساوي موقعې باوري كولو له عملي اقدامات كوي: د زده كړو وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) د زده كړو او پېشه ورانه تربيې وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي چې زده كړې د قامي پرمختګ بنياد دے ، حکومت په ګرد هيواد كښې د زده كړو معياري او مساوي موقعې باوري كولو له عملي اقدامات كوي۔ هغه د زيارت په ورځ په اسلام آباد ماډل کالج فار ګرلز (پوسټ ګرېجوېټ) جی 10/4 كښې كانووكېشن ته خطاب كولو په كوم كښې چې وفاقي وزير د خاص مېلما په حېث ګډون كولو سره فراغت ترلاسه كوونكو زده كوونكو ته سندونه وركړل۔ وفاقي وزير دوئي ته مباركي وركولو سره ووئيل دا كاميابۍ د پاك پروردګار د فضل او بيا ستاسو د خوارۍ او د مور پلار د دعاګانو نتيجه ده۔ ده د استاذانو او انتظاميې د هڅو ستائنه هم وكړه۔ ده ووئيل زده كړې د هر وګړي بنياد حق دے او ددې رسولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي۔ ده ووئيل قامي پرمختګ لپاره مېرمنو ته د زده كړو يو برابر موقعې وركول ضروري دي ولې چې يوه لوستې مېرمن د يوې مضوطې ټولنې په تشكيلولو كښې مهم رول لوبولې شي۔ وروستو ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د زده كړو وفاقي وزارت د تعليمي اصلاحاتو په ايجنډا كار كوي او عصري غوښتنو سره هم آهنګ تعليم ته وده وركولو له ګامونه پورته كولې شي۔ د دستورې په پايه كښې وفاقي وزير د غوره كاركردګۍ په څرګندونه انجونو ته اعزازونه او سندونه وركړل










