طارق فاطمي د تركيې سفارت ته لاړو٬ د غمرازۍ په كتابچه كښې ئې خپل تاثرات وليكل

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي)د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي د جمعې په ورځ د تركيې سفارت ته لاړو او د جون په 29مه نېټه د استنبول په اتاترك هوائي مېدان د رامخې ته شوې د ترهه ګرۍ پېښې په نتيجه كښې د شوي زيان په حقله ئې د غمرازۍ په كتابچه كښې خپل تاثرات قلمبند كړل۔ ده په بريد كښې د بې ګناه وګړو …

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي)د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي د جمعې په ورځ د تركيې سفارت ته لاړو او د جون په 29مه نېټه د استنبول په اتاترك هوائي مېدان د رامخې ته شوې د ترهه ګرۍ پېښې په نتيجه كښې د شوي زيان په حقله ئې د غمرازۍ په كتابچه كښې خپل تاثرات قلمبند كړل۔ ده په بريد كښې د بې ګناه وګړو په مرګ ژوبله د غم دړد څرګندونه كولو سره د ځانمرګي بريد په سختو ټكو غندنه وكړه۔د خارجه دفتر وياند له مخې طارق فاطمي د تركيې دولت ٬ اولس او كورنيو سره د پاكستاني حكومت او اولس لخوا په شوي ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه ۔طارق فاطمي ووئيل پاكستان خپله ترهه ګرۍ سره مخ دې او مونږ د هر ډول ترهه ګرۍ لعنت هېواد څخه د خاتمې عزم كړې۔ده ووئيل د غم په دې سخت وخت كښې پاكستان د تركيې اولس او حكومت سره اوږه په اوږه ولاړ دے

مزید خبریں