د وزيراعظم د فوري ګامونو له امله هیواد کې د تېلو پراخا زیرمې شتون لري، د پټروليم مصنوعاتو بچت لپاره د اولس مرسته ضروري ده

لاهور۔21مارچ (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د وزير اعظم شهباز شريف د فوري اقداماتو له امله په هیواد کې د تېلو پراخا زیرمې شتون لري، حکومت نه غواړي چې په خلكو نور بار واچوي٬ د کفایت شعارۍ کمپاین لاندې 50 سلنه موټرونه ادرول شوي دي٬ د پټرولیم محصولاتو بچت لپاره د خلکو همکاري اړینه ده۔ د خالي په ورځ د پېټروليم وفاقي …

لاهور۔21مارچ (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د وزير اعظم شهباز شريف د فوري اقداماتو له امله په هیواد کې د تېلو پراخا زیرمې شتون لري، حکومت نه غواړي چې په خلكو نور بار واچوي٬ د کفایت شعارۍ کمپاین لاندې 50 سلنه موټرونه ادرول شوي دي٬ د پټرولیم محصولاتو بچت لپاره د خلکو همکاري اړینه ده۔ د خالي په ورځ د پېټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره خبري كنفرنس ته خپل خپله وېنا كښې وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ووئيل وزيراعظم روانه وضعه نظر كښې نيولو سره د پوهې او زيركتيا څرګندونه كولو سره د تېلو زېرمو ډکولو لپاره په وخت پرېكړې وكړې۔ ده ووئيل د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك او د هغه ډلې په هېواد كښې د پټروليم مصنوعات كوم هم كمي مخنيوي له بشپړه خواري وكړه۔ ده ووئيل وزيراعظم په وخت كمېټي جوړه كړه او د روزانه په بنياد پخپله د هغې نګراني كوي چې په نتيجه كښې يۍ په هېواد كښې د تېلو زېرمې په مناسب مقدار كښې شتون لري او په سباؤن كښې د كارګوز بندوبست هم كولې شي۔ ده ووئيل په هېواد كښې د موجود تېلو زېرمې زياتې ګرانې او خليجي هېوادونو څخه د درآمد كېدونكي تېل قيمت 70 ډالر فی بېرل څخه زياتېدو سره 158 ډالر فی بېرل ته رسېدلے دے چې اثرات يۍ په پاكستان هم مرتب شوي دي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د موجود تېلو د قيمت تعين د نړيوالې منډۍ له مخې كيږي۔ او په دې ټوله وضعه كښې دپاكستان هېڅ كردار نشته وفاقي وزير ووئيل مونږ د خپلو خپلو وزارتونو ذمه وار يوو او د كفايت شعارۍ په اقداماتو به عمل كوو۔ده ووئيل د هدايت له مخې 60 فیصد سرکاری ګاډي ګراؤنډ كولو ٬ د تېل په كارولو كښی 50 فيصده كمي او په نورو بچټ اقداماتو عمل درآمد باوري كولې شي بياهم دا يوه اجتماعي مسئله ده و ددې حل لپاره په قامي كچه همكارۍ ته اړتيا ده۔ ده ووئيل تېره اونۍ د پټرولو په قيمت كښې 50 روپۍ او د ډيزلو په قيمت كښې د 74 روپو اضافې سمري راغله۔ بياهم وزيراعظم بچټ او پرمختيائي بجټ كښې كټوتي كولو سره د 24 اربه روپو زيات رقم سره په اولس دا بوج وا نه چولې شو۔ ده ووئيل روانه اوونۍ په په نړيواله منډۍ كښې قيمتونه زيات شوي دي او ددې مجموعي حجم 45 اربه روپۍ جوړېدو۔ دا رقم پرمختيائي بجټ سره اېډجسټ كولو سره اولس ته ريليف وركړے شو۔ وفاقی وزیر ووئيل د تېلو په مد كښې وفاقي حكومت د 69 ارب روپو بوج پخپله برداشت كړو ګني د تېلو په قيمت كښې تر 150 روپو اضافه كېدې شوه بياهم دا اضافه ونكړې شوه۔ عطاﺀ تارړ ووئيل چې د وزيراعظم د هدايت له مخې داسې مؤثر مېكنزم جوړولو ته اړتيا ده چرته چې يوازې بې وزليو او حاجتمندو ته بايد ريليف وركړے شي۔ ده ووئيل په نړيواله منډۍ كښې قيمتونو كښې لا زياتوالي نظر كښې نيولو سره د سباؤن منصوبه بندي زياته ضروري ده له دې كبله هر يو پاكستاني له به تېل بچ كولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ عطاء تارړ ووئيل چې د وزیرِاعظم، فیلډ مارشل، نائب وزیرِاعظم او د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح اولس ته آسانۍ وركول او د هغوي د ګټو حفاظت كول دي دغسې چې راتلونكو ورځو لپاره تياري وكړې شي او د يو ذمه وار قوم عملي څرګندونه وكړې شي۔

مزید خبریں