اسلام آباد۔20مارچ(اے پی پی) صدر مملكت آصف علی زرداری د جمهوریه تیونس صدر قیس سعید او د تیونس اولس ته د هغوي د قومي ورځې په موقع مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لمخې صدر مملكت دا خبره په ډاګه كړه چې پاكستان او تيونس يو بل سره په زړه پورې اړيكې لري كومې چې په ګډ احترام ٬ اقدارو او د دواړو اولسونو …
د صدر مملكت آصف علي زرداري په قامي ورځ د تيونس مشرتابه ته مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔20مارچ(اے پی پی) صدر مملكت آصف علی زرداری د جمهوریه تیونس صدر قیس سعید او د تیونس اولس ته د هغوي د قومي ورځې په موقع مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لمخې صدر مملكت دا خبره په ډاګه كړه چې پاكستان او تيونس يو بل سره په زړه پورې اړيكې لري كومې چې په ګډ احترام ٬ اقدارو او د دواړو اولسونو ترمينځه په نزدې ترون اډانه دي۔ ده ووئيل په تېرو كلونو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه همكاري د ملګرتيا او خيرسګالۍ جذبې عكاسي كوي۔ صدر مملکت ددے باور څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې به راتلونكو كلونو كښې نورې هم مستحكمې شي۔ صدر آصف علی زرداری د صدر قیس سعید صحت او سوكالۍ له د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره تيونسي اولس له د پرله پسې امن ٬ پرمختګ او خوشحالۍ دعا وكړه۔










