خېبرپښتونخوا د افغانستان نه د پاكستان خاوره ده۔د اے اېن پي لارښود ملك مصطفٰی خان

اسلام آباد 01 جولائي (اے پی پی)د عوامي نېشنل ګوند لارښود ملك مصطفٰی خان وئېلي دي خېبرپښتونخوا د افغانستان نه د پاكستان برخه ده۔محمود خان اچكزئي بيان وركړی۔افغان كډوال دې پھ عزت سره افغانستان ته ولېږلې شي۔د جمعې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې د محمود خان اچكزئي په بيان په خاص خبرو كښې ووئيل خېبرپښتونخوا كښې زياتره پښتانه مېشته دي خو د دې خبرې دا مقصد …

اسلام آباد 01 جولائي (اے پی پی)د عوامي نېشنل ګوند لارښود ملك مصطفٰی خان وئېلي دي خېبرپښتونخوا د افغانستان نه د پاكستان برخه ده۔محمود خان اچكزئي بيان وركړی۔افغان كډوال دې پھ عزت سره افغانستان ته ولېږلې شي۔د جمعې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې د محمود خان اچكزئي په بيان په خاص خبرو كښې ووئيل خېبرپښتونخوا كښې زياتره پښتانه مېشته دي خو د دې خبرې دا مقصد نه دې چې هغوي صوبه هر هېواد سره د تړولو اراده لري۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا د پاكستان څلورمه صوبه ده٬پښتون وطن سره مينه لرونكي دي او د خپل هېواد په ضد د چا خبره برداشت كولې نه شو۔ده ووئيل محمود خان اچكزئي سينئر سياستمدار دے او هغه له د داسې بيانونو نه ډډه كول پكار دي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده ووئيل افغان كډوال د پخواني اولس مشر ضياﺀالحق د افغان پالېسۍ په نتيجه كښې دلته راغلي دوي بائد پھ عزت سره خپل هېواد افغانستان ته ولېږلې شي دغسې چې هېواد كښې د امن او امان وضعه ښه كړې شي

مزید خبریں