اسلام آباد۔18مارچ (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د نېشنل پرېس كلب نوې ټاكلې شوې عهدېدارانو له د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې نېشنل پرېس کلب په هېواد كښې آزاد صحافت ته وده وركولو او جمهوري اقدار مستحكمولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده هيله ولرله چې نوې ټاكلے قيادت به صحافي ورورولۍ ته پېښې مسئلې حل كولو له زړه …
د سينيټ چيئرمين د نيشنل پريس كلب نوي ټاكلې شوو عهديدارانو له مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔18مارچ (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د نېشنل پرېس كلب نوې ټاكلې شوې عهدېدارانو له د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې نېشنل پرېس کلب په هېواد كښې آزاد صحافت ته وده وركولو او جمهوري اقدار مستحكمولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده هيله ولرله چې نوې ټاكلے قيادت به صحافي ورورولۍ ته پېښې مسئلې حل كولو له زړه ور او مدبرانه اقدامات وكړي او پېشه ورې ذمه وارۍ به په ښه ډول ترسره كړي۔ ده ووئيل حكومت به د خبريالانو د آئيني او پېشه ورو حقونو تحفظ له خپل ملاتړ روان ساتي او دميډيا مثبت كردار لا قوي كولو له به هره ممكنه مرسته كوي۔ ده ووئيل آزاد، باخبر او ذمه دار صحافت قومی پرمختګ ٬ جمهوری استحکام او اولسي شعور ته وده وركولو له ضروري دے۔ سيد يوسف رضا ګيلاني زياته كړه چې پارلیمنټ خبريالې ورورولۍ سره ولاړ پاتې كېدو سره د هغوي د حقونو تحفظ او سلامتيا له مؤثر قانون سازي كړې ده او دا لړۍ به سباؤن كښې هم دغسې روانه وي










