د صدر آصف علي زرداري د اسرائيل په بريد كښې د ډاکټر علي لاريجاني په شهادت د غم دړد څرګندونه٬ د ايران حكومت او اولس سره غمرازي

اسلام آباد 18مارچ (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د اسرائيل په روانو بريدونو كښې د ايران د سينئر لارښود ډاکټر علي اردشير لاريجاني په شهادت د غم دړد څرګندونه كولو سره د اسلامي جمهوريه ايران حكومت او اولس سره د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت په نومبر كال 2025 كښې د …

اسلام آباد 18مارچ (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د اسرائيل په روانو بريدونو كښې د ايران د سينئر لارښود ډاکټر علي اردشير لاريجاني په شهادت د غم دړد څرګندونه كولو سره د اسلامي جمهوريه ايران حكومت او اولس سره د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت په نومبر كال 2025 كښې د ډاکټر علي اردشير لاريجاني د پاكستان د سرکاري دورہ ذكر كولو سره ووئيل چې په دې موقع ھغوي په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركولو لپاره په طريقه كار د خيالاتو څرګندونه كړې وه۔ صدر مملکت ووئيل د روان تاٶ تريخوالي په سبب د انساني ځانونو ضياع او بنيادي انفراسټركچر ته زيان رسي چې وروسره په منطقه كښې سنګين معاشي اثرات او عدم استحكام پېدا كېږي۔ صدر مملکت د تحمل څرګندونه كولو سره په سمدستي توګه د تاٶ تريخوالي ختمولو په حاجت زور راوړلو سره ټولو ډلو ته غږ وكړو چې هغوي دې خبرو اترو او سفارتكارۍ ته ترجيح وركړي۔ ده هيله ولرله چې صورتحال به ډېر زر مستحكم شي او د نور ځاني زيان او منطقه كښې د تاٶ تريخوالې لا خپرېدو نه وړاندې به امن بحال شي۔ ده ووئيل چې پاکستان په تاٶ تريخوالي كښې كمي او امن ته وده وركولو لپاره د ټولو هلو ځلو ملاتړ جاري ساتلو عزم پخلې كوي او زه په منطقه كښې تاٶ تريخوالې كمولو لپاره خبرو اترو او سفارتي هلې ځلې زياتولو كښې ګټور كردار لوبولولو له چمتو يم

مزید خبریں