نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار 18 نه تر 19 مارچ د سعودي عربستان دوره كوي: د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزيرسېنېټر اسحاق ډار د سعودي خارجه وزير په بلنه 18 نه تر 19 مارچ د رياض دوره كوي٬ چرته به چې هغه د منطقې د خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم به په منطقه كښې د ټولو وروڼو هېوادونو د سيمه ايز سالميت٬ خپلواكۍ …

اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزيرسېنېټر اسحاق ډار د سعودي خارجه وزير په بلنه 18 نه تر 19 مارچ د رياض دوره كوي٬ چرته به چې هغه د منطقې د خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون كوي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم به په منطقه كښې د ټولو وروڼو هېوادونو د سيمه ايز سالميت٬ خپلواكۍ او سياسي آزادۍ لپاره د پاکستان د بشپړه ملاتړ څرګندونه او په سيمه كښې د روانو بريدونو د خاتمې غوښتنه كوي۔ نائب وزيراعظم به د روانې شخړې په سمدستي توګه خاتمې لپاره د پاكستان د غوښتنې تذكره كولو سره خبرو اترو او سفارتي چارو ته د بېرته ستنېدو په حاجت زور راوړي۔ اسحق ډار به د پاكستان په سفارتي هلو ځلو هم رڼا اچوي او د دې عزم څرګندونه به كوي چې پاكستان به منطقې ته په پېښ سنګين امنيتي بحران قابو موندلو كښې خپل موثر كردار ترسره كول دوامدار ساتي۔

مزید خبریں