اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف کم آمدن لرونكو وګړو ته د كور سهولت وركولو لپاره د نجي څانګې ډاډګيرنه او كورونه جوړولو لپاره آسانې قرضې وركول حکومتي ترجيح ګرځولو سره په دې اړه د عملي اقداماتو كولو امر كړے دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د هاؤسنګ و تعميرات چارو وفاقي وزارت غونډه د شور وپه ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه چې …
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه٬ د نجي څانګې ډاډګيرنه٬ كورونه جوړولو لپاره آسانو پورونو سره د اړوندو عملي اقداماتو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف کم آمدن لرونكو وګړو ته د كور سهولت وركولو لپاره د نجي څانګې ډاډګيرنه او كورونه جوړولو لپاره آسانې قرضې وركول حکومتي ترجيح ګرځولو سره په دې اړه د عملي اقداماتو كولو امر كړے دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د هاؤسنګ و تعميرات چارو وفاقي وزارت غونډه د شور وپه ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، اورنګزيب٬ رياض پيرزاده، شزا فاطمه، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء اے خان، د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني او د اړوندو ادارو اعلی سرکاري افسرانو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم غونډې ته خپله وېنا كښې ووئيل چې کم آمدن لرونكې طبقې لپاره د استوګنې سهولت وركول، د ارزان كورونو منصوبې پشمول د نجي څانګې ډاډګيرنه او د اولسي سهولتونو بهتري زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل ده۔ ده عام وګړي ته د هاؤس فنانس سهولت په مؤثر ډول وركولو لپاره د عملي اقداماتو كولو امر وكړو۔ په غونډه كښې د هاٶسنګ اېنډ وركس وزارت په ستراتېژك روډ مېپ برېفنګ كښې ووئيل چې د تعميراتو څانګې په حواله په ټېکس سټرکچر كښې اصلاحات كوٶ، تعميراتي څانګې لپاره په ټېکس سټينډرډائزېش فيډرل بورډ آف ريونيو او صوبو سره مشاورت جاري دے، د هاؤس مورګېج په حواله په اصلاحاتي مسوده هم مشاورت كيږي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې د پبلک پرائيوېټ پارټنرشپ له مخې کم آمدن لرونكې طبقې لپاره كورنه جوړولو له لائحه تياروٶ، رئيل اسټيټ او د هاؤسنګ څانګو د ضابطه کار په حواله به ريئل اسټيټ رېګولېټري اتھارټي جوړولې شي۔










