ملګري ملتونه ۔18مارچ (اے پی پی) پاكستان وئيلي دي چې غير رياستي عناصر په لويه كچه تباهي خپرونكو وسلو (ډبليو ايم ډي) ترلاسه كولو څخه منع كولو له دې يوه مؤثره ٬ بې پرې ٬ معروضي او په اصولو اډانه تګلاره وضعه كړې شي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عثمان جدون سلامتي كونسل ته په 15 كسيزه پېنل٬ كوم چې د 1540 کمېټۍ نامې سره …
غير رياستي عناصر په لويه كچه تباهي خپرونكو وسلو ترلاسه كولو څخه منع كولو له دې تګلاره وضعه كړې شي: پاكستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔18مارچ (اے پی پی) پاكستان وئيلي دي چې غير رياستي عناصر په لويه كچه تباهي خپرونكو وسلو (ډبليو ايم ډي) ترلاسه كولو څخه منع كولو له دې يوه مؤثره ٬ بې پرې ٬ معروضي او په اصولو اډانه تګلاره وضعه كړې شي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عثمان جدون سلامتي كونسل ته په 15 كسيزه پېنل٬ كوم چې د 1540 کمېټۍ نامې سره پېژندلې شي٬ د بريفنګ په مهال خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل په روانه نړيواله وضعه كښې د جوهري عدم خپرونې هڅو ته وده وركول زيات ضروري شوي دي۔ دا كمېټۍ دې لپاره جوړه كړې شوې ده چې هغه د غړو هېوادونو نګراني وكړي او د هغوي مرسته وكړي۔ دغسې چې هغوي په قرارداد 1540 (2004) عمل درآمد وكړے شي۔ ده دا خبره هم په ګوته كړه چې کثیرالجهتی برآمدی کنټرول نظام د نړيوالې جوهري عدم خپرونې هڅې مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كولے شي بياهم ددې نظامونو برقرار ساتلو له ضروري ده چې هغه سياسي او تجارتي ګټو ته د ترجيح وركوونكو محدود يا مخصوص ډلو شكل اختيار نه كړي۔ پاكستاني استازي ووئيل چې ټاكلې استثنا د نړيوال عدم خپرونې نظام وقار كمزورے كوي او د سيمه ايزې او نړيوالې سلامتيا غېر مستحكم كولو خطره پېدا كوي۔ ده ووئيل عدم خپرونه او سوليز تكنيكي پرمختګ يو بل كمزورې كوي نه بلكه مضبوطوي په شرط د دې چې دا په غېر امتيازي بنيادونو د همكارۍ د لارې مخ په وړاندې بوتللې شي۔ ده ووئيل پاكستان د قرارداد 1540 عملي كولو لپاره د روانې بشپړه جائزې په شمول د 1540 کمېټۍ په كار كښې خپل فعاله ګډون جاري ساتي كوم چې په دې قرارداد عملدرآمد لپاره يو مهم عمل دے۔ د غونډې په پېل كښې د پاناما سفير ایلوئے الفارو ډی البا د تېر مياشتې په مهال د كمېټۍ په پېشرفت بريفنګ وركړو۔










