پاکستان او چين صحت، زراعت او معدنيات كښې د اے آئي مرستې په لا قوي كولو اتفاق وكړو

اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) د اېس آئي اېف سي د مؤثره لائحې په نتيجه كښې پاکستان د عصري ټيکنالوجيز په خاص توګه د مصنوعي ذهانت (اے آئي) استعمال سره تحقيق، جدت او اقتصادي مرستې ته وده وركوي۔ د اېس آئي اېف سي چارواكو له مخې چين او پاکستان د زراعت، ميډيکل اے آئي، معدنيات او د بائيو ټيکنالوجي په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته په لا …

اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) د اېس آئي اېف سي د مؤثره لائحې په نتيجه كښې پاکستان د عصري ټيکنالوجيز په خاص توګه د مصنوعي ذهانت (اے آئي) استعمال سره تحقيق، جدت او اقتصادي مرستې ته وده وركوي۔ د اېس آئي اېف سي چارواكو له مخې چين او پاکستان د زراعت، ميډيکل اے آئي، معدنيات او د بائيو ټيکنالوجي په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته په لا پراختيا وركولو زور راوړې دے۔ دې همكارۍ سره به د عصري تکنيکي جدت او د طبي تحقيق د لارې د صحت مسئلو موثره حل لټولو كښې مرسته ترلاسه شي٬ دواړه هېوادونه د سمارټ او ډيجيټل زراعت ودې لپاره د مشتركه اے آئي ليبارټرۍ جوړولو لپاره هم هڅې كوي٬ د دې ليبارټرۍ مقصد د مصنوعي ذهانت استعمال سره زرعي پيداوار، سپلائي چين او فوډ سکيورټي ښه كول دي كوم چې به د پاکستان زرعي معيشت لپاره ډېر اهم پېشرفت وي٬ په دې وروستۍ كښې تابيا كړې شوې پاکستان چائنا بزنس ټو بزننس (بي ټو بي) ايګريکلچرل انويسټمنټ کنفرنس كښې تقريباً 80 مفاهمتي ياددښتونه لاسليك شوي او د 4.5 اربه ډالرو لوظنامې شوې دي كومې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د زياتې شوې اقتصادي مرستې څرګند علامت دے۔

مزید خبریں