د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن د شيخ زيد روغتون رحيم يار خان دوره٬ژوبل شويو ميرمنو تپوس پوښتنه وكړه

كوئټه 17 مارچ (اے پی پی) د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيترې روبينه خالد د رحيم يار خان كښې د شيخ زيد روغتون دوره كړې چرته چې هغې تېره ورځ د افسوس وړ پېښه كښې د ژوبل شوو ميرمنو تپوس پوښتنه وكړه۔په دې موقع ايم پي اے سردار حبيب الرحمان٬د روغتون ايم ايس او بي آئي اېس پي افسران هم موجود وو۔د بي آئي اېس پي چيئرپرسن د ژوبل شوو …

كوئټه 17 مارچ (اے پی پی) د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيترې روبينه خالد د رحيم يار خان كښې د شيخ زيد روغتون دوره كړې چرته چې هغې تېره ورځ د افسوس وړ پېښه كښې د ژوبل شوو ميرمنو تپوس پوښتنه وكړه۔په دې موقع ايم پي اے سردار حبيب الرحمان٬د روغتون ايم ايس او بي آئي اېس پي افسران هم موجود وو۔د بي آئي اېس پي چيئرپرسن د ژوبل شوو ميرمنو تپوس پوښتنه وكړه او اړوندو چارواكو ته ئې سپارښتنه وكړه چې ځپليو ميرمنو له ښه طبي آسانۍ وركړي او د هغوي هر ممكنه مرسته وكړې شي۔ ميډيا استازو سره په خبرو كښې سينيټري روبينه خالد ووئيل چې د پېښې بشپړه پلټنې روانې دي او د ذمه وارو په ضد به سخته كاروائي كاروائي كولې شي۔دې ووئيل چې د بينظيرانكم سپورټ پروكرام له مخې د وظيفې روپو د پارټنر بنكونو د لارې وركولې كيږي خو د دې پېښې په لړ كښې اړوند بانك په بے غورۍ نوټس جاري كولو سره په هغوي لويه جرمانه هم لګولې شوي۔دې ووئيل چې زما د دورې مقصد ځپليو كورنيو سره يو والې څرګندونه ده۔چيئرپرسن ووئيل چې په حق رسېدلې ميرمنو كورنيو ته به د يو تن په سر لس لكه روپۍ او ژوبل شويو له د يو تن په سر درې لكه روپۍ وركولې شي۔دې ووئيل چې ژوبل شويو ميرمنو درملنه به ويړيا كولې شي او د ځپليو كورنيو ماشومانو تعليمي وظيفې به رواني ساتلي شي دغسې چې د هغوي تعليم متاثره نه شي۔سينيټري روبينه خالد ووئيل چې د پخوانۍ ادائيګۍ نظام له مخې دا آخري قسط ادا كړې ؤ۔صدر مملكت آصف علي زرداري او وزيراعظم محمد شهباز شريف سپارښتني ترمخه راتلونكې درې مياشتنيز قسط ادائيګۍ به د ډيجيټل والټ د لارې كولې شي د كوم مقصد چې مستحق ميرمنو ته عزت٬په وخت او سپيځلې ډول روپۍ وركول باوري كول دي۔سينيټري روبينه خالد په پېښه كښې په حق رسېدلې د بي آئي ايس پي څلورو مستحقو ميرمنو انور مائي(چك 123)٬ پروين بي بي(چك 123)شهناز ميرمن(چك 125) او عليمه ميرمن(چك 114)كور ته هم لاړه۔دې د ارواښادو بخښنې لپاره دعا٬ غمججنو كورنيو سره د يو والي څرګندونه وكړه۔سينيټري روبينه خالد ووئيل چې بي آئي ايس پي په دې سخت وخت كښې د ځپليو كورنيو سره ولاړ دے او هغوي له به هر ممكن مرسته وركولې شي۔

مزید خبریں