اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې غونډه كښې هېواد څخه په غير قانوني توګه د روپو منتقل كېدو مخنيوي لپاره په لويه توګه د کريك ډاؤن پريكړه۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې مني لانډرنګ او د هنډۍ په کاروبار كښې د ككړو کاروباريانو او ادارو په ضد به سخته كاروائي كولې شي او …
مني لانډرنګ او هنډي مافيا په ضد د لوئ کريك ډاؤن پريكړه، جوائنټ ورکنګ ګروپ جوړ شو

مزید خبریں
اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې غونډه كښې هېواد څخه په غير قانوني توګه د روپو منتقل كېدو مخنيوي لپاره په لويه توګه د کريك ډاؤن پريكړه۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې مني لانډرنګ او د هنډۍ په کاروبار كښې د ككړو کاروباريانو او ادارو په ضد به سخته كاروائي كولې شي او په دې لړ كښې به چا سره هم رعايت نه كيږي۔سټيټ بينك او په ايف آئي اے مشتمل يو شريك وركنګ ګروپ جوړ شوې كوم به چې د ټولو چارو جاج اخلي۔ بهر هېواد څخه روپو رالېږلو ټول نظام به شفاف او فول پروف جوړولې شي۔اوس به روپۍ يواځې د بينکنك او نور قانوني چينلو د لارې رالېږلې شي۔مني چينجرز د لارې د روپو رالېږلو عمل به سټريم لائن کولې شي دغسې چې غير قانوني ذريعو حوصله شکني وكړې شي۔وفاقي وزيرانو محسن نقوي او محمد اورنګزيب په ډاګه كړه چې د هنډۍ کاروبار به هيڅ صورت كښې زغملے نشي۔ ده ووئيل د هېواد معيشت تحفظ لپاره قانوني چينلو ته ودي وركولو ته اړټيا ده۔د سټيټ بينك ګورنر غونډي ته د بينکنګ چينلز د لارې د روپو د ترسيل په موجوده نظام او هغه لا ښه كولو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې د ايف آئي اے ډي جي ، د خزاني وفاقي سيکرټري او نورو اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔










