د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کښې د قومی غذائی تحفظ او تحقیق وزارت او پی اے آر سی چارو په اړه غونډه،د پی اے آر سی تنظیم نو اصولی منظوری وركړې شوه

اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاکستان زرعی تحقیقاتی کونسل (پی اے آر سی) تنظیم نو اصولی منظوری وركولو سره د چین اکیډمی آف ایګریکلچرل سائنسز په ډول زرعی تحقیق لپاره د اعلیٰ تحقیقی ادارې جوړولو امر كولو سره ووئيل زرعی تحقیق د كركيلې او غذائی تحفظ څانګې ته په وده وركولو كښې په زړه پوري كردار لري۔د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس …

اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاکستان زرعی تحقیقاتی کونسل (پی اے آر سی) تنظیم نو اصولی منظوری وركولو سره د چین اکیډمی آف ایګریکلچرل سائنسز په ډول زرعی تحقیق لپاره د اعلیٰ تحقیقی ادارې جوړولو امر كولو سره ووئيل زرعی تحقیق د كركيلې او غذائی تحفظ څانګې ته په وده وركولو كښې په زړه پوري كردار لري۔د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میدیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د قومی غذائی تحفظ و تحقیق وزارت او پی اے آر سی په چارو غونډه وشوه۔په غونډه مښې نائب وزیراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د اقتصادی چارو وفاقی وزیر احد خان چیمه، د قومی غذائی تحفظ و تحقیق وفاقی وزیر رانا تنویر حسین ، د موسمیاتی بدلاون وفاقی وزیر مصدق ملك، وزیراعظم صلاحكار رانا ثناء اللہ، وزیر مملکت بلال اظهر کیانی ،د وزیراعظم خاص مرستيالو هارون اختر او طارق باجوہ، د وزیراعظم کوآرډینیټر احمد عمیر او اړژندو اعلیٰ سرکاری افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې وزیراعظم د پاکستان زرعی تحقیقاتی کونسل (پی اے آر سی) تنظیم نو اصولی منظوری وركړه۔وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې ټائم لائن سره د پی اے آر سی تنظیم نو لپاره دې كوټلې پلان جوړ كړې شي۔ده ووئيل زرعی تحقیق د زراعت او غذائی تحفظ څانګي وده كښې کلیدی کردار لري۔غونډي ته پی اے آر سی د زرعی تحقیق جدید دور تقاضو له مخې يوه فعاله ادارہ جوړولو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړو۔قومی غذائی ضروریات پوره كولو او زرعی څانګي برآمدات زياتولو په اړھ پی اے آر سی يوه فعاله ادارہ جوړولو لپاره ګورننس ډھانچے كښې اصلاحات ، ښه تحقیقی عملے خدمات، نړيواله شراکت داری، صوبائی حکومتونو سره ښه رابطې او کارکردګۍ ښكاره اهداف د اصلاحاتی ایجنډے برخه ده۔ پی اے آر سی ترمخه كار كونكو تحقیقی مرکزونه يو كولو سره سنټر آف ایکسیلنس به جوړولو شي۔ دا سنټرز به زيات پیداوار لرونكي تخم، اعلیٰ نسل څاورو ، پریسیشن ایګریکلچر، فارم میکانائزشن او په دې كښې اے آئی استعمال او زرعی څانګي برآمدات زياتولو لپاره فوډ پروسیسنګ په څانګو كښې د تحقیق کار كوي، زرعی تحقیق به د انډسټري سره تړلې شي

مزید خبریں