د افغان طالبان رجيم لخوا په پاكستان كابل كښې د منشيات بحالۍ روغتون په نښه كولو تور بې بنسټه دے: عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔17مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د افغان طالبان رجيم لخوا په پاكستان كابل كښې د منشيات بحالۍ روغتون په نښه كولو تور بې بنسټه ګرځولو سره وئيلي دي چې افغان طالبان رجيم دا تور لګولو سره نور دروغ وايي چې پاكستان په كابل كښې د منشيات بحالۍ روغتون په نښه كړو ، پاكستان د ترهګرۍ په ضد روان جنګ كښې يوازې هغه …

اسلام آباد۔17مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د افغان طالبان رجيم لخوا په پاكستان كابل كښې د منشيات بحالۍ روغتون په نښه كولو تور بې بنسټه ګرځولو سره وئيلي دي چې افغان طالبان رجيم دا تور لګولو سره نور دروغ وايي چې پاكستان په كابل كښې د منشيات بحالۍ روغتون په نښه كړو ، پاكستان د ترهګرۍ په ضد روان جنګ كښې يوازې هغه عسكري او ترهګر هدفونه او د افغان طالبان رجيم بنيادي انفراسټركچر په نښه كوي كوم چې د پاكستان دننه د ترهګر بريدونو منصوبه بندۍ ٬ سهولت كارۍ ٬ تربېې يا ډاډګيرنې له نېغ په نېغه يا غېر مباشر كارولې شي۔ د نهې په ورځ په اېكس خپل يو پوسټ كښې وفاقي وزير ووئيل په كابل او ننګرهار كښې په 16 مارچ 2026ء د شپی شوې بريدونه پېشه ور وو ٬ كوم روغتون يا د منشيات بحالۍ مركز او يا د شهري سهولت كومه ودانۍ په نښه كړې شوې نه ده۔ په هدفونو كښې پوځي او د ترهګرۍ بنيادي ډھانچه وه په كومه كښې چې د ګوله بارود او تكېنيكي آلاتو ذخيره كولو ځايونه او د پاكستان په ضد هلو ځلو له كارول كېدونكي تنصيبات شامل وو۔ ده ووئيل د اطلاعاتو وزارت لخوا د شپږ بريدونو وېډيو فوټېج جاري كړې شو چې ورسره د هدفونو نوعيت ټولو ته په ډاګه شو۔ په كابل كښې پورته شوې د اور شعلې او ثانوي چاؤدنې ددې خبرې تصديق كوي چې د ګوله بارود ذخيره په سمه توګه په نښه كړې شوه۔ ده ووئيل موجوده پروپېګنډه د يو داسے حكومت لخوا رامخې ته كيږي د كوم عهدېدارانو چې بار بار دروغ وئيلي دي ٬ اورېدونكي يۍ بې لارې كړي دي او ريښتيا پټولو سره يۍ د پخوانو عكسونو په ګردش انحصار كړے دے۔ وفاقي وزير ووئيل اصل مسئله لا اوس هم پاتې ده ٬ پاكستان ٬ سيمه او نړۍ د افغان طالبان تر قبضې لاندې سيمې څخه د ترهګرۍ سنګينې خطرې سره مخ ده۔ دا خطره نوره هم وحشيانه شوې ده۔ د منشياتو عادي وګړي او ماشومان د ځانمرګې بريدونو په څير ناوړه مقاصدو له كارولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان دريځ ښكاره دے چې مونږ به د خپلو وګړو دفاع ٬ د ترهګرۍ صلاحيت كمولو او د پول پورې غاړه څخه د پاكستان په ضد ترهګري كوونكي له خپل پټ ځايونو څخه محروم كولو له ټولو ضرري اقدامات روان ساتو۔

مزید خبریں