اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د جمهوريه قازقستان صدر قاسم جومارت توکايووف ته په قازقستان كښې د تاريخي آئيني ريفرنډم په كاميابۍ مباركي وركړې ده، دواړو مشرانو په بدلېدونكې سيمه ايزه وضعه او په خاص توګه د افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه هم وكړه۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د قازقستان …
د وزيراعظم شهباز شريف د قازقستان صدر قاسم جومارت توکايووف سره ټېلي فوني تماس، د تاريخي آئيني ريفرنډم په کاميابۍ مبارکي

مزید خبریں
اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د جمهوريه قازقستان صدر قاسم جومارت توکايووف ته په قازقستان كښې د تاريخي آئيني ريفرنډم په كاميابۍ مباركي وركړې ده، دواړو مشرانو په بدلېدونكې سيمه ايزه وضعه او په خاص توګه د افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه هم وكړه۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د قازقستان صدر قاسم جومارت توکايووف سره ټېلي فوني خبرې وكړې٬ وزيراعظم د مارچ په 15مه نېټه كال 2026 كښې په قازقستان كښې د تاريخي آئيني ريفرنډم په کاميابۍ صدر جومارت توکايووف له مباركي وركړه۔ وزيراعظم ووئيل چې نوې آئين لپاره زبردست ټرن آؤټ او ملاتړ د قازقستان د اولس د صدر جومارت توکايووف په بصيرت لرونكي قيادت او اصلاحاتي ايجنډه د باور عكاسي كوي۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې اصلاحات به قازقستان كښې نظم و نسق، اداره جاتي استحکام او قامي ترقي لا مستحكم كړي٬ تېره مياشت د صدر جومارت توکايووف د پاكستان دورې ذکر كولو سره وزيراعظم د قازقستان صدر له باور وركړو چې پاکستان به د دې دورې په مهال په شوو پرېكړو په ترجيحي بنيادونو عملدرامد باوري كوي٬ په دې لړ كښې وزيراعظم وويل دواړه ډلې به ډېر زر په مجوزه اېم او يوز او لوظنامو د نيتجې وړ عملدرامد باوري كولو لپاره ملاقات وكړي۔ صدر جومارت توکايووف وزيراعظم ته د سږ كال په پايه كښې د قازقستان د سرکاري دورې بلنه تكرار كړه كومه چې وزيراعظم قبوله كړه۔ وزيراعظم د وړوكي اختر د خوشحالۍ په موقع صدر توکايووف او د قازقستان وروڼو له د زړه له كومي د وړاندې نه مباركي وركړه او امن٬ پرمختګ او خوشحالۍ لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه










