هېواد كښې د پټروليم مصنوعاتو مناسبه ذخيره شتون لري ، د صورتحال نګراني روانه ده۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې په غونډه كښې بريفنګ

اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د منطقې صورتحال له مخې د اېندهن بچت او د کفايت شعارۍ اقدامات نفاذ لپاره د جاج غونډه د نهې په ورځ وشوه چې پكښې د کفايت شعارۍ او بچت په اقداماتو د عملدرآمد د پيشرفت نه غونډه خبر كړې شوې۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، …

اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د منطقې صورتحال له مخې د اېندهن بچت او د کفايت شعارۍ اقدامات نفاذ لپاره د جاج غونډه د نهې په ورځ وشوه چې پكښې د کفايت شعارۍ او بچت په اقداماتو د عملدرآمد د پيشرفت نه غونډه خبر كړې شوې۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، اورنګزيب، علي پروېز ملك، عطاء تارړ، ډاکټر مصدق ملك، شزا فاطمه خواجه، د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني، خاص مرستيال طارق باجوه، د سټېټ بېنك ګورنر جميل احمد او اړوند اعلی سرکاري افسرانو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان د پټروليم درآمداتو د سپلائي چين بهترۍ لپاره د پټروليم وزير ته د لا فعاله كېدو امر كولو سره ووئيل چې د حالاتو تر بهترۍ دې ټولې اړوند ادارې هنګامي اقداماتو لپاره چمتو وسي۔ غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د وزيراعظم لخوا په جاري هداياتو عملدرامد باوري كوٶ، انټيلي جنس بيورو به په ټولو اقداماتو د عملدرآمد د نګرانۍ رپورټ وړاندې كوي٬ هېواد كښې د پټروليم مصنوعاتو مناسب ذخيره موجود ده، د صورتحال نګراني روانه ده او د پټروليم مصنوعاتو ريکارډ ساتلې كېږي دغسې چې د هر ډول بې قاعدګۍ په سمدستي توګه نشاندهي وكړې شي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د كابينې ټولو غړو په رضاكارانه توګه تنخواه ګانې نه دي اخستې٬ په سركاري څانګو كښې د تېلو د كټوتۍ په زړه پورې نتيجې رامخې ته كېږي٬ د بچت اقداماتو سره به په موجوده صورتحال كښې اولس ته ريليف وركولو كښې مرسته وشي، د هېواد ضرورتونه ترسره كولو لپاره په هېواد كښې د داروګانو مناسبه ذخيره موجود ده٬ د ورك فرام هوم په حواله د سرکاري اي-آفس سهولت وركولو لپاره خاص کنيکټيويټي انتظامات د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کام وزارت لخوا شوې دي۔

مزید خبریں