اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) د پاکستان وسله والو ځواكونو د آپريشن غضب للحق په مهال د مارچ په 16مه نېټه كال 2026 د شپې كاميابۍ سره فضائي بريدونه كولو سره په کابل او ننګرهار كښې د افغان طالبان رجيم د ترهګرۍ سرپرستي كوٶنكي پوځي تنصيبات په نښه كړل۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د نهې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ووئيل په …
پاك پوځ په کابل او ننګرهار كښې د ترهګرۍ سرپرستي كوٶنكي پوځي تاسيسات په نښه كړي٬ د تکنيکي مرستې بنيادي انفراسټركچر او د وسلې ذخيره كوونكي سهولتونه تباه كړې شول: وفاقي وزير عطاء الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) د پاکستان وسله والو ځواكونو د آپريشن غضب للحق په مهال د مارچ په 16مه نېټه كال 2026 د شپې كاميابۍ سره فضائي بريدونه كولو سره په کابل او ننګرهار كښې د افغان طالبان رجيم د ترهګرۍ سرپرستي كوٶنكي پوځي تنصيبات په نښه كړل۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د نهې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ووئيل په كابل كښې دوه ځايونو كښې موجود د تکنيکي معاونت بنيادي انفراسټركچر او د وسلې ذخيره كولو سهولتونه په موثره توګه تباه كړې شوي۔ د بريدونو نه وروسته ليدلې شوې چاٶدنې په ښكاره توګه د وسلې د ډپو شتون په ډاګه كوي۔ په ننګرهار كښې هم پاکستاني ځواكونو د افغان طالبان حکومت ترهګري سپانسرډ كوٶنكي څلور تنصيبات په نښه كړي چې په نتيجه كښې ئې اړوند لاجسټك سهولتونه، وسله او تکنيکي بنيادي ډھانچه تباه شوې٬ يوازې ھغه تنصيبات هدف جوړ كړې شوي كوم چې د افغان طالبان حکومت د ترهګرۍ خپل يو شمېر پراکسيز پشمول د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ملاتړ لپاره كارول لكه څنګه چې په جاري كړې شوي فوټېج كښې په واضحه توګه ليدلې شي۔ وفاقي وزير ووئيل طالبان حکومت ناسمو ادعاګانو او پروپېګنډې سره منطقه كښې د ترهګرۍ حمايت او سرپرستي كوٶنكې ناوړه اقداماتو سره افغان اولس او نړۍ بې وقوف نشي جوړولې٬ د ماسټر ټېرر پراکسي لخوا مسلط كړې شوې ترهګرۍ څخه د پاكستاني وګړو تحفظ لپاره به د آپريشن غضب للحق له مخې كارروائۍ تر ھغه وخت روانې وي تر كومې چې مطلوبه مقاصد ترلاسه شوې نه وي۔










