اسلام آباد۔16مارچ (اے پی پی) د انفارميشن ګروپ سيكريټريز فورم د پخواني سينئر بيوروكريټ او نوموړي شخصيت مفتي جميل الدين احمد په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره د سفارت کارۍ، صحافت او زده كړو په څانګو كښې د هغه په زړه پورې خذماتو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د انفارمېشن ګروپ سېکرټریز فورم لخوا د جاري شوي بيان له مخې مفتی جمیل الدین احمد …
د انفارميشن ګروپ سيكريټريز فورم د پخواني سينئر بيوروكريټ او نوموړي شخصيت مفتي جميل الدين احمد په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔16مارچ (اے پی پی) د انفارميشن ګروپ سيكريټريز فورم د پخواني سينئر بيوروكريټ او نوموړي شخصيت مفتي جميل الدين احمد په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره د سفارت کارۍ، صحافت او زده كړو په څانګو كښې د هغه په زړه پورې خذماتو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د انفارمېشن ګروپ سېکرټریز فورم لخوا د جاري شوي بيان له مخې مفتی جمیل الدین احمد د اطلاعات او خپرونو وزارت يو نوموړے افسر و۔ هغه د انفارمېشن سروس د اولني بېچ په نوموړو افسرانو كښې شامل و۔ هغه د پخواني وزيراعظم اېم خان جونېجو پرېس سېکرټری، په المان كښې پاكستاني سفارت كښې د پرېس قونصلر ٬ نوي ډيلي كښې پاكستاني هائي كمېشن كښې د پرېس منسټر، او د اے پي پي ډي جي په څير په مهمو منصوبو خپل خذمات ترسره كړي۔ ريټائرمنټ څخه وروستو هغه په نمل پوهنتون اسلام آباد كښې د تدريس څانګې سره پېوست پاتے شو۔ د هغه په حق رسېدل انفارمیشن سروس او مېډيا ورورولۍ لپاره لوے نقصان دے۔ فورم دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔










