د صدر مملكت آصف علي زرداري د قازقستان صدر قاسم جومارت توكايووف او اولس له د آئيني ريفرنډم كاميابۍ سره په ترسره كيدو مباركي

اسلام آباد 16مارچ (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د قازقستان صدر قاسم جومارت توكايووف او اولس ته د آئيني ريفرنډم كاميابۍ سره په ترسره كېدو مبارك وركړې ده۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چې د ټاكنو په عمل كښې د اولس بشپړ ګډون او د ريفرنډم په حق كښې پراخا ملاتړ …

اسلام آباد 16مارچ (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د قازقستان صدر قاسم جومارت توكايووف او اولس ته د آئيني ريفرنډم كاميابۍ سره په ترسره كېدو مبارك وركړې ده۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چې د ټاكنو په عمل كښې د اولس بشپړ ګډون او د ريفرنډم په حق كښې پراخا ملاتړ د دې خبرې څرګندونه ده چې د قازقستان اولس د خپل هېواد په پرله پسې پرمختګ او خوشحالۍ باور لري۔ صدر مملكت آصف علي زرداري د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو او د شريكې خوښې په څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو دغسې چې د دواړو هېوادونو اولس ته د دې ميوې ترلاسه شي۔صدر مملكت په دې خبره هم زور راوړو چې پاكستان قازقستان سره خپلو نزدو او ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې په شريك احترام٬امن او د پرمختګ په شريك خوب او د تعميري مرستې په روايت اډانه لري۔

مزید خبریں