اسلام آباد۔16مارچ(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د پټروليم مصنوعاتو په ټاكلې شوو بيعو خرڅول باوري كولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې حكومت په نړيواله كچه تاؤ تريخوالې نظر كښې نيولو سره په كومه هم صورتحال قابو موندلو له چمتو دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په نړيواله كچه رامخې ته شوې وضعه نظر كښې نيولو سره د هېواد د معيشت استححكام او اولس ته د …
د وزيراعظم د پټروليم مصنوعات په ټاكلې شوو بيعو خرڅول باوري كولو هدايت ٬ حكومت نړيوال تاؤ تريخوالې نظر كښې نيولو سره په كوم هم صورتحال قابو موندلو له چمتو دے : شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔16مارچ(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د پټروليم مصنوعاتو په ټاكلې شوو بيعو خرڅول باوري كولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې حكومت په نړيواله كچه تاؤ تريخوالې نظر كښې نيولو سره په كومه هم صورتحال قابو موندلو له چمتو دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په نړيواله كچه رامخې ته شوې وضعه نظر كښې نيولو سره د هېواد د معيشت استححكام او اولس ته د ريليف وركولو په اړه د جاج اغستو غونډه دلته د ګل په ورځ وشوه په كومه كښې چې نائب وزير اعظم اسحاق ډار ٬ د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب ٬ د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه، د پټروليم وفاقي وزير علی پرویز ملک، د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاء تارړ او د اړوندو ادارو اعلی افسرانو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل په روانه نړيواله وضعه كښې اولس ته ريليف وركولو سره په اړوندو نورو اقداماتو هم مشاورت روان دے۔ ده ووئيل د حكومت د فوري پرېكړو له له امله په هېواد كښې د پیټروليم مصنوعاتو مناسب مقدار موجود دے۔ده ووئيل په قامي كچه كفايت شعارۍ او بچت لپاره پورته كړې شوي ګامونه عملي كړې شوي دي او په دې نور كار هم روان دے۔ ده د پټرولیم مصنوعات تقسیم کار کمپنیو ته د حكومت لخوا په ټاكلې شوو بيعو د تېل خرڅول باوري كولو او په دې معامله كښې د شفافيت په ځاې ساتلو هدايت وكړو۔ غونډه كښې وزيراعظم ته په هېواد كښې د تېل زېرمو ٬ د فيول طلب له مخې د پیټروليم مصنوعاتو درآمداتو او اولس ته په روانه وضعه د رېلېف وركولو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې ګډون كوونكو تېره جمع د وزيراعظم لخوا د تېلو په بيعو كښې د لا اضافې نه كولو پرېكړې ستائنه وكړه۔










