د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) او د اطلاعات او خپرونو وزارت مشر بېوروكرېټ مفتي جميل الدين احمد له اوږدې ناروغۍ وروستو د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې په حق ورسېد۔ د هغه عمر 84 كاله و۔ د خپل كېريئر په مهال هغه المان كښې پاكستاني سفارت خانه كښې د پرېس قونصلر او نوي ډلي ٬ هند كښې پاكستانى هائي كمېشن كښې د پرېس منسټر …
د اے پي پي پخوانے ډي جي مفتي جميل الدين احمد له اوږدې ناروغتيا وروستو په حق ورسيد

مزید خبریں
د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) او د اطلاعات او خپرونو وزارت مشر بېوروكرېټ مفتي جميل الدين احمد له اوږدې ناروغۍ وروستو د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې په حق ورسېد۔ د هغه عمر 84 كاله و۔ د خپل كېريئر په مهال هغه المان كښې پاكستاني سفارت خانه كښې د پرېس قونصلر او نوي ډلي ٬ هند كښې پاكستانى هائي كمېشن كښې د پرېس منسټر په توګه خذمات ترسره كړل۔ په كال 2002 كښې هغه د اے پي پي ډي جي غوره كړے شوے و۔ له ريټائرمنټ څخه وروستو هغه په نمل پوهنتون اسلام آباد كښې د ابلاغ عامه څانګې پروفېسر او مشر په حېث خپل خذمات ترسره كړل۔ هغه نوموړې انګلېسي ورځپاڼی دي نيوز او ډان اسلام آباد سره هم د يو ليكوال په توګه ژور تړون لرلو۔










