اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) د پيس اينډ کلچرل آرګنائزيشن چيئر پرسن او د حريت لارښود ياسين ملك كورودانې مشعال حسېن ملك وئيلي دي منطقه كښې د ناكرارۍ او بې ثباتۍ ذمه وار د هند وزيراعظم نريندر مودي او نيتن ياهو دي٬ دواړه په منطقه كښې تاٶ تريخوالې زياتولو او د امن هلو ځلو ته د زيان په رسولو كښې كردار لوبوي، افغانستان دې د هند او اسرائيل …
منطقه كښې د ناكرارۍ او بې ثباتۍ ذمه وار نريندر مودي او نيتن ياهو دي۔ مشعال ملك

مزید خبریں
اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) د پيس اينډ کلچرل آرګنائزيشن چيئر پرسن او د حريت لارښود ياسين ملك كورودانې مشعال حسېن ملك وئيلي دي منطقه كښې د ناكرارۍ او بې ثباتۍ ذمه وار د هند وزيراعظم نريندر مودي او نيتن ياهو دي٬ دواړه په منطقه كښې تاٶ تريخوالې زياتولو او د امن هلو ځلو ته د زيان په رسولو كښې كردار لوبوي، افغانستان دې د هند او اسرائيل د لاسو ګوډاګې نه جوړېږي٬ زمونږ جنګ افغانستان سره نه بلكې هلته موجود پراکسيز سره دے۔ ميډيا سره په خبرو كښې مشعال ملك ووئيل چې ياسين ملك د کشمير د آزادي بېرغ پورته كړې او شهادت زمونږ منزل دے٬ هند نن ياسين ملك په سولۍ كول غواړي۔ د غزه بورډ آف پيس لپاره پاکستان او فيلډ مارشل سيد عاصم منير سنجيده هڅې وكړې دغسې چې فلسطين كښې امن راشي۔ دې ووئيل زمونږ دا خواهش ٶ چې د کشمير په مسئله دې هم د غزه په طرز بورډ آف پيس جوړ كړې شي۔ مشعال ملك ووئيل چې ياسين ملك د کشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د هلو ځلو يو ځانګړې علامت دے٬ مشعال حسين ملك ووئيل نيتن ياهو د فلسطينيانو او نريندر مودي د کشميريان قاتل دے۔ دې نيتن ياهو او نريندر مودي د عصر حاضر يزيد ګرځولو سره د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو څخه مطالبه وكړه چې ھغوي دې د مظلوم قامونو ملګرتيا وكړي او د کشميريانو او فلسطينيانو په ضد په ظلمونو دې غږ پورته كړي۔










