لاهور 15مارچ (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن محسن نقوي سره د قومي كركټ ټيم پخواني كپتان سرفراز احمد لاهور كښې وليدل،د پي سي بي چيئرمين د پاكستان كركټ لپاره د سرفراز احمد د قدر وړ خذمات وستائل۔ملاقات په مهال محسن نقوي سرفراز احمد له انټرنيشنل كركټ څخه په ريټائرمنټ اعزازي شيلډ وركړو او د هغه د سباؤن لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔په …
د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي سره سرفراز احمد وليدل،د پخواني كپتان د هېواد كركټ لپاره د قدر وړ خدمات وستائل

مزید خبریں
لاهور 15مارچ (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن محسن نقوي سره د قومي كركټ ټيم پخواني كپتان سرفراز احمد لاهور كښې وليدل،د پي سي بي چيئرمين د پاكستان كركټ لپاره د سرفراز احمد د قدر وړ خذمات وستائل۔ملاقات په مهال محسن نقوي سرفراز احمد له انټرنيشنل كركټ څخه په ريټائرمنټ اعزازي شيلډ وركړو او د هغه د سباؤن لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔په دې موقع محسن نقوي ووئيل هغه په كركټ كښې د پاكستان د نمائندګۍ حق ادا كړې او خپلي ښې كاركردګۍ سره ئې د پاكستان كركټ كاميابۍ سره مخ كړې۔ده ووئيل پاكستان كركټ به عمر له د هغه د خدمات مقروض وي۔محسن نقوي ووئيل پاكستان كركټ بورډ به سباؤن كښې د سرفراز احمد تجربے او صلاحيتونو څخه استفاده كوي۔










