اسلام آباد 15مارچ (اے پي پي) د سائنس او ټیکنالوجی وفاقی وزیر خالد حسین مګسي د اسلاموفوبیا ختمولو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې ووئيل ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو په ضد زياتې شوې كركې او تعصب ختمول د وخت حاجت دے، كركې وړ جرمونو مخنيوي لپاره به نړيوالي ورورولۍ له مؤثره قانونی اقدامات کول وي۔د سائنس و ټیکنالوجی وزارتِ د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې …
ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو په ضد زياتې شوې كركې او تعصب ختمول د وخت حاجت دے۔خالد حسین مګسي

مزید خبریں
اسلام آباد 15مارچ (اے پي پي) د سائنس او ټیکنالوجی وفاقی وزیر خالد حسین مګسي د اسلاموفوبیا ختمولو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې ووئيل ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو په ضد زياتې شوې كركې او تعصب ختمول د وخت حاجت دے، كركې وړ جرمونو مخنيوي لپاره به نړيوالي ورورولۍ له مؤثره قانونی اقدامات کول وي۔د سائنس و ټیکنالوجی وزارتِ د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې پیغام كښې خالد حسین مګسی ووئيل اسلام د امن، روادارۍ او انصاف پیغام وركونكې دين دے، اسلام د انتها خوښۍ سره تړل حقیقت څخه د لاعلمۍ علامت دے۔ وفاقی وزیر ووئيل پاکستان د اسلاموفوبیا په ضد په نړيوال فورمز پرله پسې غږ پورته كوي،مسلمانانو په ضد تعصب بهر هېوادونو كښې پاکستانیانو سلامتیا او تحفظ متاثره كوي۔ خالد حسین مګسی ووئيل د تعصب ختمولو او مکالمے ودي لپاره نړيوالي ورورولي بايد په ګډه اقدامات وكړي۔ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیان بېلو ټولنو پرمختګ كښې کردار ترسره كوي۔ خالد حسین مګسي ووئيل پاکستان كښې اقلیتونو له برابر حقونه او ښه موقعې وركړې كيږي۔










