کراچۍ 15 مارچ (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او اېم کيو اېم پاکستان چيئرمېن ډاکټر خالد مقبول صديقي ملاقات وكړو۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د هېواد مجموعي داخلي سلامتيا په صورتحال او امن و امان په اړه په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې په …
صدر مملکت آصف علي زرداري سره د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او اېم کيو اېم پاکستان چيئرمېن ډاکټر خالد مقبول صديقي وليدل

مزید خبریں
کراچۍ 15 مارچ (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او اېم کيو اېم پاکستان چيئرمېن ډاکټر خالد مقبول صديقي ملاقات وكړو۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د هېواد مجموعي داخلي سلامتيا په صورتحال او امن و امان په اړه په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې په منطقه كښې په بدل شوې صورتحال او د هغې په پاکستان ممکنه اثرات جاج هم واخستلے شو او هېواد كښې امن، استحکام او قانون حکمرانۍ ودي لپاره په شريكو هڅو زور راوړې شو۔صدرِ مملکت آصف علي زرداري كورنۍ سلامتيا قوي كولو او د اولس تحفظ باوري كولو په اهميت زور راوړو۔ ملاقات كښې قومي يووالي، سياسي همغږۍ او د جمهوري عمل تسلسل په اهميت خبري اتري وشوي۔










