اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سيمه كښې د ترهه ګرو په ضد په کامياب کارروائي کولو کاؤنټر ټيررازم ډيپارټمنټ (سي ټي ډي) ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې د ريلوے وزير د سي ټي ډي اهلکارو بهادري او پيشه وره پوهه ستائلو سره وئيلي چې سکيورټي فورسز د ترهه …
د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي لکي مروت كښې د ترهه ګرو په ضد په کامياب کارروائي کولو سي ټي ډي ته پيرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سيمه كښې د ترهه ګرو په ضد په کامياب کارروائي کولو کاؤنټر ټيررازم ډيپارټمنټ (سي ټي ډي) ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې د ريلوے وزير د سي ټي ډي اهلکارو بهادري او پيشه وره پوهه ستائلو سره وئيلي چې سکيورټي فورسز د ترهه ګرو په ضد کامياب آپريشن کړې چې پكښې 6 ترهه ګر وژلې شوي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خېبر پښتونخوا سي ټي ډي چې د كومي بهادرۍ او محنت مظاهره کړې هغه د ستائنې وړ ده۔ده ووئيل ټول قوم په خپلو بهادرو اهلکارو فخر کوي كوم چې د هېواد امن و استحکام لپاره ځنګړي قربانۍ وركوي۔محمد حنيف عباسي ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ به تر آخري ترهه ګر ختمولو روان وي۔دا د دې عزم پخلے وكړو چې د پاکستان اولس د خپلو وسله والو سره ولاړ دې۔وفاقي وزير قانون نافذ کونكو ادارو پيشه وره قابليت ستائلو سره باور وركړو چې دا ډول کامياب کارروائي به د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره قومي هڅي لا قوي كړي۔










