پاك پوځ د د افغان طالبانو ډرونز د سافټ او هارډ کل ټيکنالوجي د لارې فضا كښې تباه کړې۔ آئي اېس پي آر

پينډۍ 14 مارچ (اے پي پي)د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر) ووئيل افغان طالبانو د پاکستان بهادر اولس هراساں کولو له په 13 مارچ 2026 غير ترقي يافته (ابتدائي) نوعيت ډرونز بريد كړې،دغه ډرونز د سافټ او هارډ کل ټيکنالوجي د لارې ودرولو سره تباه کړې شوي او هغه خپل مطلوبه اهداف ته رسولو ته نه دې پرېښودلې شوي،بيا هم د دغه ډرونز ملبه راپريوتو …

پينډۍ 14 مارچ (اے پي پي)د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر) ووئيل افغان طالبانو د پاکستان بهادر اولس هراساں کولو له په 13 مارچ 2026 غير ترقي يافته (ابتدائي) نوعيت ډرونز بريد كړې،دغه ډرونز د سافټ او هارډ کل ټيکنالوجي د لارې ودرولو سره تباه کړې شوي او هغه خپل مطلوبه اهداف ته رسولو ته نه دې پرېښودلې شوي،بيا هم د دغه ډرونز ملبه راپريوتو سره کوئټه كښې دوه ماشومان او کوهاټ او پيندۍ كښې يو ٬ يو وګړې ژوبل شوې ۔ انټر سروسز پبلك ريليشنز د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې پرېس ريليز له مخې د دغه بريدونو مقصد اولس كښې ويره ترهه خپرول وو كوم چې مونږ ته د افغان طالبانو د ترهه ګرۍ ذهنيت يادوي او دا د افغان طالبانو ميراث دے۔ آئي اېس پي آر ووئيل يو پلو افغان طالبان نړيوالي همدردۍ ترلاسه كولو له خپل ځان مظلوم څرګندوي دغسې بل پلو هغوي د ترهه ګرۍ خپل پراکسيز او ډرونز د لارې وګړي په نښه كوي۔ آئي اېس پي آر واضحه كړه چې د پاکستان اولس او وسله وال ځواكونه په افغانستان حکمراني کونكې ترهه ګر مليشيا اصل فطرت او عزائم څخه خبر دې۔ آئي اېس پي آر له مخې پاکستان آپريشن ’’غضب للحق ‘‘ د ترهه ګرۍ تر بشپړه ختمولو به روان وي او تر څو چې افغان طالبانو د پاکستان په ضد ترهه ګري بنده كړي نه وي دا کارروائي به رواني وي۔ آئي اېس پي آر واضحه كړه چې د پاکستان وسله وال ځواكونه افغان طالبانو ډرون بريدونو پشمول د هر ډول ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ثابت قدم دي۔

مزید خبریں