د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د نېشنل پرېس کلب نوي منتخب شوې قيادت له مبارکي وركړه

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د نېشنل پرېس کلب نوي ټاكلے شوې قيادت له مباركي وركړې ده۔ ميډيا آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې سپيکر ووئيل د ډيموکريټ پينل صدر عبدالرزاق سيال ،سيکرټري فرقان راؤ او نور کامياب شوي اميدوارو له مباركي وركوم۔د قومي اسمبلۍ سپيکر ووئيل نېشنل پرېس کلب هېواد كښې د رايو څرګندوني آزادۍ او خپلواكه صحافت …

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د نېشنل پرېس کلب نوي ټاكلے شوې قيادت له مباركي وركړې ده۔ ميډيا آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې سپيکر ووئيل د ډيموکريټ پينل صدر عبدالرزاق سيال ،سيکرټري فرقان راؤ او نور کامياب شوي اميدوارو له مباركي وركوم۔د قومي اسمبلۍ سپيکر ووئيل نېشنل پرېس کلب هېواد كښې د رايو څرګندوني آزادۍ او خپلواكه صحافت قوي قلعه ده،هيله لرو چې نوې قيادت به خبريالانو ته پېښو چيلنجونو په مړانه او عزم سره مقابله وكړي۔ده ووئيل حکومت به د خبريالي ورورولۍ د جائز حقونو او مؤقف حمايت روان ساتي۔د قومي اسمبلۍ سپيکر ووئيل د صحافت آزادۍ لپاره پارليمنټ عمر له د خبريالي ورورولۍ سره ولاړ دې،پارليمنټ د خبريالانو د حقونو ،حفاظت او سيفټي لپاره هم متفقه قانون سازي کړي۔ده ووئيل حکومت د صحافت په آزادۍ باور لري،هيله لرو چې نوې منتخب شوې قيادت به د خبريالي ورورولۍ مسئلو حل كولو كښې په زړه پوري كار وكړي۔

مزید خبریں