آپريشن غضب للحق په مهال د فتنه الخوارج /افغان طالب رجيم ے 663 ترهه ګر مړه، 887 څخه زيات ژوبل۔ د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ آپريشن ”غضب للحق“ په اړه په ايكس پوسټ

اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) آپريشن غضب للحق په مهال 13 مارچ 2026ء تر مازيګر 4 بجو د فتنه الخوارج /افغان طالبانو 663 ترهه ګر مړه او 887 څخه زيات ژوبل شول۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د جمعې په ورځ د سماجي رابطے په پليټ فارم ”ايكس“ په خپل يو پوسټ كښې وئيلي چې آپريشن غضب للحق په مهال افغان طالبانو 249 چيك …

اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) آپريشن غضب للحق په مهال 13 مارچ 2026ء تر مازيګر 4 بجو د فتنه الخوارج /افغان طالبانو 663 ترهه ګر مړه او 887 څخه زيات ژوبل شول۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د جمعې په ورځ د سماجي رابطے په پليټ فارم ”ايكس“ په خپل يو پوسټ كښې وئيلي چې آپريشن غضب للحق په مهال افغان طالبانو 249 چيك پوسټونه تباه شوي دغسې 44 چيك پوسټونه قبضه كښې اخستلو سره تباه كړې شوي۔دغسې 224 ټينكونه، بكتر بند ګاړي او توپ خانے تباه كړې شوي۔افغانستان كښې د ترهه ګرو او د هغوي معاون ډھانچے 70 ځايونه فضائي كارروائيو كښې په موثره ډول په نښه شوي۔دا خبره دې ياده وي چې 12 او 13 مارچ 2026ء په مينځنۍ شپه پاكستان په افغانستان كښې د ترهه ګرو تنصيبات په كاميابۍ سره په نښه كړي۔ كابل، پكتيا او قندھار كښې د ترهه ګرو او د هغوي معاون ډھانچے پشمول لاجسټك بيسز او تربيتي كيمپونه په نښه شوي۔ جاري كړې شوي ويډيو څخه واضحه شوي چې پاكستان يواځې په ښه ډول د هغوي تنصيبات په نښه كوي كوم چې افغانستان دننه څخه د ترهه ګرۍ معاونت كښې بالواسطه ككړ وو او د ترهه ګرو كيمپ ؤ۔ كومه هم شهري آبادي يا سول انفراسټركچر نه دې په نښه كرې شوي۔

مزید خبریں