اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د خېبر پښتونخوا لكي مروت ضلع كښې پوليس وين سره نزدې د چاؤدني سخته غندنه وكړه۔جاري شوې بيان له مخې د چاؤدني په نتيجه كښې د اېس ايچ او پشمول پوليس اهلكارو په شهادت د سېنېټ چيئرمېن د غم دړد څرګندوني سره د غمجنو كورنيو سره د يووالي څرګندوه وكړه۔ ده د شهيدانو د هېواد او …
سېنېټ چيئرمېن لكي مروت كښې پوليس وين سره نزدې د چاؤدني غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د خېبر پښتونخوا لكي مروت ضلع كښې پوليس وين سره نزدې د چاؤدني سخته غندنه وكړه۔جاري شوې بيان له مخې د چاؤدني په نتيجه كښې د اېس ايچ او پشمول پوليس اهلكارو په شهادت د سېنېټ چيئرمېن د غم دړد څرګندوني سره د غمجنو كورنيو سره د يووالي څرګندوه وكړه۔ ده د شهيدانو د هېواد او قوم لپاره خدمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هېواد كښې امن و استحكام لپاره د سكيورټي فورسز او قانون نافذ كونكو ادارو قربانۍ د نه هيرولو دي۔د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د ترهه ګر كوم هم مذهب سره تعلق نه لري او ترهه ګر د انسانيت شريك دښمنان دي كوم چې نړۍ كښې امن و امان ته زيان رسوي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان سكيورټي فورسز او پوليس ځوانانو په زړه پوري قربانۍ وركړې دي په كوم چې قوم كوي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په دې سخت وخت كښې ټول قوم د شهيدانو كورنيو سره ولاړ دې او د هغوي په غم كښې برابر شريك دې۔










