اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د اعلیٰ پائې غونډه وشوه۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې پرېس ريليز له مخې په غونډه كښې اسلام آباد كښې امن و امان او وګړو له آسانيو وركولو لپاره مهمي پريكړي وشوي۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د اسلام آباد 109 انټري پوائنټس كمولو سره به دغه 25 ته راوستلې شي …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د اعلیٰ پائې غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د اعلیٰ پائې غونډه وشوه۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې پرېس ريليز له مخې په غونډه كښې اسلام آباد كښې امن و امان او وګړو له آسانيو وركولو لپاره مهمي پريكړي وشوي۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د اسلام آباد 109 انټري پوائنټس كمولو سره به دغه 25 ته راوستلې شي دغسې ريډ زون په عملي توګه فعالولو احكامات ههم جاري كړې شوي۔د كورنيو جارو وزير محسن نقوي په دې لړ كښې د تګلاري ترتيب كولو سپارښتنه كولو سره ووئيل په ناكو او انټري پوائنټس سختي نګرانۍ سره دې امنيت ټينګ كړې شي،د ډيرو ناكو حاجت نشته بلكه د هغې حقيقي افاديت بايد په نظر راشي، وفاقي پايه تخت كښې به امن و امان په هر صورت باوري كولې شي۔ محسن نقوي په ښار كښې د وګړو آسانيو او خدمات معيار ښه كولو له د اقدامات سپارښتنه كولو سره ووئيل د ښار صفائي او تجاوزات كار ذمه وار به اے سيز وي۔د كورنيو چارو وزير د ښار د لويو لارو څخه غير ضروري سامان په سمدستي توګه اخوا كولو احكامات جاري كولو سره ووئيل انتظامي عمله به د ښار پرمختګ او قانون عملدارۍ لپاره سپورټ كولې شي۔چيف كمشنر اسلام آباد، آئي جي اسلام آباد پوليس، ډپټي كمشنر، ډي آئي جيز، اېس اېس پيز، اېس پيز او ټول اسسټنټ كمشنرز په غونډه كښې ګډون وكړو۔










