لاهور 13 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب سركاري دورے نه پس هېواد ته رارسيدلې دے۔د دورے په مهال وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره ملاقات كړې چې پكښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار او سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم …
وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب سركاري دورے نه پس هېواد ته راورسيدو

مزید خبریں
لاهور 13 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب سركاري دورے نه پس هېواد ته رارسيدلې دے۔د دورے په مهال وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره ملاقات كړې چې پكښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار او سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم موجود وو۔ ملاقات ملاقات كښې وزيراعظم د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او د پاكستان لپاره د سعودي عرب د اوږدې مودې حمايت ئې وستائلو۔ وزيراعظم په دې سختو حالاتو كښې د سعودي عرب سره د پاكستان د بشپره يووالي او حمايت پخلے وكړو۔ دواړو لارښودو منطقه كښې په اوسني پيش رفت تفصيل سره د خيالاتو څرګندونه وكړه او دې خبري ته سلا شول چې منقطه كښې امن و استحكام ودې له به په شريكه كار روان ساتلے شي۔ وزيراعظم ولي عهد له باور وركړو چې پاكستان به عمر له د سعودي عرب سره ولاړ وي او سيمه كښې د امن شريك مقصد ترلاسه كولو له به هر ممكن هڅي رواني ساتلے شي۔دې نه پس هېوتاد ته راستنيدو لپاره د جدې نړيوال هوائي ميدجان په رائل ټرمينل د مكه ريجن ډپټي ګورنر پرنس سعود بن مشعل بن عبد العزيز ، رياض كښې تعينات د پاكستان سفير احمد فاروق ، جده كښې تعينات د پاكستان قونصل جنرل سيد مصطفيٰ رباني او نوري سفارتي عملے وزيراعظم ته په مخه ښه ووئيلو۔











