اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) پاکستان د مينځني ختيز بحران امناكه حل لپاره په خبرو اترو په سفارتی رابطو بحالولو زور راوړو۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسین اندرابی د زيارت په ورځ پرېس بریفنګ كښې مينځني ختيز كښې درې اوونو راهسې راروان تاؤ ترېښوالي، تشدد او وسله والو بريدونو په تناظر كښې د پاکستان موقف رامخې ته كولو سره وئيلي چې پاکستان د ایران په ضد د بلا …
د مينځني ختيز بحران امناكه او مذاکراتی حل لپاره سفارتی رابطو بيا بحالولو ته اړتيا ده ۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسین اندرابی پرېس بریفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) پاکستان د مينځني ختيز بحران امناكه حل لپاره په خبرو اترو په سفارتی رابطو بحالولو زور راوړو۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسین اندرابی د زيارت په ورځ پرېس بریفنګ كښې مينځني ختيز كښې درې اوونو راهسې راروان تاؤ ترېښوالي، تشدد او وسله والو بريدونو په تناظر كښې د پاکستان موقف رامخې ته كولو سره وئيلي چې پاکستان د ایران په ضد د بلا جواز بريدونو غندنه كوي،دا بريدونه په يو داسې وخت كښې شوي كله چې سفارتی هڅې يو امناكه او د خبرو اترو د لارې حل ته رسيدونكي وي۔ده ووئيل د دې نوعيت اقدامات ټولي سيمي امن و استحکام ته زيان رسولې شي او د دې ناوړه نتيجې ترلاسه كيدے شي۔ وياند د ايران د اړخه په وروڼو هېوادونو سعودی عرب، بحرین، اردن، کویت، قطر او متحدہ عرب امارات د بريدونو سخته غندنه كولو سره د ټولو وروڼو هېوادونو سره د يووالي څرګندونه كړي۔ده ووئيل پاکستان په دې خبره زور راوړي چې د زيات تحمل څرګندونه وكړې شي، دا بلااشتعال بريدونه د خلیجی ریاستونو د خپلواكۍ ښكاره خلاف ورزی ده۔وياند ووئيل پاکستان په دې بريدونو د سخت تشویش څرګندونه كړي۔ده ووئيل دا بريدونه د نړيوال قانون او ریاستونو ترمينځه د اړيكو د اوصولو ښكاره خلاف ورزی ده او دا سيمه د نور تاؤ ترېښوالي پلو بوتللې شي۔وياند ووئيل اوسنۍ شخړي په مهال پاکستان پرله پسې په درې بنیادی نکات زور راوړي چې پكښې د ریاستونو خپلواكي او سيمه ايزي سلامتيا احترام، د يو بل خپلواكه سيمو كښې د طاقت استعمال څخه ډډه كول او نړيوال قانون پشمول د ملګرو ملتونو چارټر كښې درج اصولو پاسداری کول شامل دي۔ده په دې خبره زور راوړو چې د بحران امناكه او مذاکراتی حل لپاره سفارتی رابطې دې بيا بحال كړې شي۔ طاهر حسین اندرابی ووئيل د دې شخړي په مهال متحدہ عرب امارات كښې دوه پاكستاني وګړي په حق رسيدلي، مونږ د هغوي په زيان غمرازي ښكاره كړي۔ده ووئيل متحدہ عرب امارات كښې د پاکستان سفارتی مشنز د غمجنو كورنيو سره په ګډه په حق رسيدلو كسان مړي پاکستان ته راوړلو كښې مرسته كړي۔وياند ووئيل کمیونټی سروس په اړه موڼږ خصوصی اقدامات کولو سره په خاص توګه ایران څخه د پاکستانی وګړو انخلا او سيمي بېلو ځايونو كښې ګهير شويو پاكستانيانو مرستي لپاره اقدامات کړې دي۔ده ووئيل په مرکزی كچه خارجه وز ارت کرائسس مینجمنټ یونټ 24 ساعته فعاله دے،بهر هېوادونو كښې پاكستاني سفارتی مشنز كښې خصوصی سهولت ډېسك جوړ شوې دغسې چې ګهير شوي پاکستانی وګړو له ویزا سهولت، لاجسټکس او د مزل انتظامات كښې مرسته وكړ شي۔ ده ووئيل د پاکستان سفارتی مشنز كوربه حكومتونو سره رابطه كښې دي دغسې چې پاکستانی کمیونټي لپاره ضروری قونصلر سهوليات باوري كړې شي۔وياند ووئيل وزیراعظم د کمیونټی معاونت د دغه اقدامات په اړه ښكاره هدایات جاری کړې دي، مونږ د نائب وزیراعظم و خارجه وزير په لارښودنه او مرسته په دغه هدایات عملدرآمد کوو۔ده ووئيل سفارتی مشنز په خاص توګه موبائل ایپلی کیشنز، رجسټریشن پورټلز او هیلپ لائنز هم پېل شوې دغسې چې په وخت رابطه او مرسته وكړې شي











