اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي وئيلي وزيراعظم محمد شهباز شريف به د سعودي عرب دورې په مهال د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود سره ملاقات كوي۔د زيارت په ورځ د پريس بريفنګ كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم دا دوره د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه سيمه ايز امن او سلامتيا چارو په اړه د …
وزيراعظم محمد شهباز شريف به د سعودي عرب دورې په مهال د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات كوي۔د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي وئيلي وزيراعظم محمد شهباز شريف به د سعودي عرب دورې په مهال د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود سره ملاقات كوي۔د زيارت په ورځ د پريس بريفنګ كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم دا دوره د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه سيمه ايز امن او سلامتيا چارو په اړه د روانو رابطو برخه او په خاص توګه منطقه كښې د تشدد او روان تاؤ تريښوالي خاتمے لپاره د هڅو په لړ كښې ده۔ده ووئيل چې دا دوره د پراخا سفارتي هڅو برخه ههم ده چې له مخې به ئې پاكستان منطقه كښې زر تر زره د جنګ بندۍ او تشدد ختمولو لپاره غږ پورته كوي دغسې چې د مذاكراتو او سفارتكارۍ د لارې د مسئلو حل راوېستلے شي۔وياند ووئيل چې په دې لړ كښې تېره ورځ وزيراعظم د ايران صدر مسعود پيزشكيان سره ټيليفوني خبرې اترې كړي٬دواړو لارښودو يو بل سره د روژې مباركې مياشتي مباركي وركړې۔وزيراعظم په دې موقع د آيت الله سيد علي خامنه اي په شهادت د غمرازۍ څرګندونه هم كړې۔وياند ووئيلي چې وزيراعظم د مارچ په لسمه نيټه د ايران مشر مجتبٰی خامنه اي په نامه خپل خط تسلسل كښې د ايران صدر ته د مجتبٰی خامنه اي لخوا دې مهمې ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړې۔وزيراعظم د دې هيلې څرګندونه وكړه چې د ايران به راتلونكو كلونو كښې د امن٬استحكام٬وقار او خوشحالۍ په لاره روان وي











