مينځني ختيز كښې تاؤ تريخوالې د نړيوال معيشت او پاكستان لپاره لوئې خطر دے۔وفاقي وزير قيصر احمد شيخ

اسلام آباد۔12مارچ (اے پی پی)د سرمايه كارۍ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ په مينځني ختيز كښې په روان صورتحال د تشويش څرګندوني سره وئېلي دي منطقه كښې زيات شوې تاؤ ترېښوالې د پاكستان پشمول نړيوال معيشت لپاره لوئ خطر دے۔پارليمنټ هاؤس په خوا كښې ميډيا سره په خبر كښې ده ووئيل چې په ايران بريد او د مشرتابه په شهادت د پاكستان دريځ اصولي دې او مونږ په دې غم …

اسلام آباد۔12مارچ (اے پی پی)د سرمايه كارۍ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ په مينځني ختيز كښې په روان صورتحال د تشويش څرګندوني سره وئېلي دي منطقه كښې زيات شوې تاؤ ترېښوالې د پاكستان پشمول نړيوال معيشت لپاره لوئ خطر دے۔پارليمنټ هاؤس په خوا كښې ميډيا سره په خبر كښې ده ووئيل چې په ايران بريد او د مشرتابه په شهادت د پاكستان دريځ اصولي دې او مونږ په دې غم دړد كښې برابر شريك يو۔وفاقي وزير خبردارې وركړو كه چرې دا جنګ نور خپور شو نو د دې به نيغ په نيغه اثرات د پاكستان په معيشت او د توان په بيعو پريوځي۔ده ووئيل چې “خليج هرمز”بندېدو په صورت كښې د تيل په بيعو كښې د نوې زياتې اضافې اندېښنه ده۔قيصر احمد شيخ غوښتنه وكړه چې روس او نور غېر جانبدااره هېوادونو له د دې شخړې حل لپاره سمدستي كردار ادا كول پكار دي۔ده واضحه كړه چې پاكستان سلامتي كونسل كښې د دې جنګ امناكه او منصفانه حل بشپړه ملاتړ كوي۔ده ووئيل چې د مسئلو حل يوازې د مذاكرات د لارې ممكن دے٬د جنګ څخه يوازې بشري تكليفونه او معاشي بحران زياتيږي

مزید خبریں