اسلام آباد۔12مارچ(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي قطر پاكستان څخه د وريژو او نورو غذائي مصنوعاتو درآمد زياتولو كښې خوښي ښكاره كړې ده۔ پاکستانی برآمد کنندګانو ته د قطري ماركيټ د ضرورت له مخې آسانۍ وركولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د قطر د بهرني تجارت وزير مملكت ډاكټر احمد بن السيد سره ورچوئل ملاقات كښې وكړه۔پاكستان او قطر د …
قطر پاكستان څخه د وريژو او نورو غذائي مصنوعاتو درآ مد زياتولو كښې خوښي ښكاره كړه: د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان

مزید خبریں
اسلام آباد۔12مارچ(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي قطر پاكستان څخه د وريژو او نورو غذائي مصنوعاتو درآمد زياتولو كښې خوښي ښكاره كړې ده۔ پاکستانی برآمد کنندګانو ته د قطري ماركيټ د ضرورت له مخې آسانۍ وركولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د قطر د بهرني تجارت وزير مملكت ډاكټر احمد بن السيد سره ورچوئل ملاقات كښې وكړه۔پاكستان او قطر د اقتصادي همكارۍ او فوډ سېكورټي پارټنرشپ په لا مضبوطولو اتفاق وكړو۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د انفراسټرکچر، لاجسټکس او توان په څانګو كښې د سرمايه كارۍ په موقعو هم خبرې وشوې۔ دې سره سره د كراچي پورټ پراختيا منصوبې په شمول په بېلو اقتصادجي منصوبو كښې د همكارۍ په امكانانو هم خبرې وشوې۔ جام كمال خان په سيمه كښې په روانه وضعه اندېښنه ښكاره كولو سره د قطر مشرتابه او اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل وزیراعظم شهباز شريف په منطقه كښې د امن ٬ استحكام او مذاكراتو دلاې د مسئلو حل كولو حامي دے۔ پاكستان په سيمه كښې امن او تاؤ تريخوالې كمولو له ټولې هڅې روانې ساتلې دي۔ ده ووئيل پاكستان به په سختو حالات كښې قطر ته غذائي سپلائي چېن مضبوطوزلو له ټوله ممكنه مرسته كوي۔ جام كمال خان وئويل چې پاكستان او قتر د مشتركه ټاسك فورس په فعاله كولو او د اقتصادي همكارۍ په تندولو هم اتفاق وكړو۔










