د نائب وزيراعظم اسحاق عماني خارجه وزير بدر بن حمد البوسيدي سره ټيليفوني تماس ٬ په منځني ختيز او سيمه كښې په روانه سنګينه وضعه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔12مارچ(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د عمان خارجه وزير بدر بن حمد البوسیدی سره ټيلېفوني تماس ونيولو په كوم كښې چې په منځني ختيزه او پراخه سيمه كښې په رامخې ته شوې سنګينه او بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم مذاكراتو ته وده وركولو او تاؤتريخوالې كمولو له د اومان د تعميري او …

اسلام آباد۔12مارچ(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د عمان خارجه وزير بدر بن حمد البوسیدی سره ټيلېفوني تماس ونيولو په كوم كښې چې په منځني ختيزه او پراخه سيمه كښې په رامخې ته شوې سنګينه او بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم مذاكراتو ته وده وركولو او تاؤتريخوالې كمولو له د اومان د تعميري او اصولي كردار ستائنه وكړه۔ ده په اومان د شوو اوسنو بريديونو په لړ كښې عمان او ددې اولس سره د يو والي څرګندونه وكړه۔ نائب وزیر اعظم په دې موقع د زغم ٬ په تاؤ تريخوالي كښې د فوري كمي او د سفارتكارۍ ته د ستنېدو غوښتنه وكړه۔ ده تاو تريخوالې كمولو او منطقه او دې څخه بهر امن او استحكام ته وده وركولو له د پاكستان لخوا د پرله پسې ملاتړ پخلې وكړو۔

مزید خبریں