د صدر آصف علي زرداري د ماريشس صدر٬ حكومت او اولس له د قومي ورځې په موقع مباركي

اسلام آباد۔12مارچ(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د ماريشس صدر ٬ حكومت او اولس له د قومي ورځې په موقع مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د مباركۍ په خپل پېغام كښی وويل چې پاكستان ماريشس سره خپلې په زړه پورې او د ملګرتيا اړيكې زياتې مهمې ګڼي كومې چې د دوه اړخيزه باور او په ګڼ اړخيزه …

اسلام آباد۔12مارچ(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د ماريشس صدر ٬ حكومت او اولس له د قومي ورځې په موقع مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د مباركۍ په خپل پېغام كښی وويل چې پاكستان ماريشس سره خپلې په زړه پورې او د ملګرتيا اړيكې زياتې مهمې ګڼي كومې چې د دوه اړخيزه باور او په ګڼ اړخيزه فورمونو د تعميري همكارۍ عكاسي كوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د مشرتابه ترمنځه زياتېدونكې تړون او د شريكو ګټو په څانګو كښې د همكارۍ پرله پسې زياتېدل د ډاډ وړ دي۔ صدر مملكت په دې خبره زور راوړو چې په اولسي كچه رابطې زياتولو سره سره د تجارت ٬ تعليم ٬ كلتور او سېلګرۍ په څانګو كښې همكاري لا پراخه كولو سره دواړه هېوادونه د خپل منځه اشتراك پياوړې كولو صلاحيت لري۔ صدر مملكت د دې باور څرګندونه وكړه چې د پاكستان او ماريشس ترمينځه د ملګرتيا اړيكې به راروانو كلونو كښې نورې مستحكمې شي كومې به چې د دواړو هېوادونو د اولس په ګټه وي۔ صدر مملکت د صدر دھرمبیر ګوکھول ښه صحت ٬ خوشحالۍ او د مارشين اولس پرله پسې امن او سوكالۍ له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں