اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي د حضرت عليؓ د شهادت په موقع ګرد هېواد كښې د ماتم د جلوسونو په سوله ايزه تابيا د اطمينان څرګندونه كولو سره د ټولو مكاتب فكر علمائے كرامو، لائسنس هولډرز او د امنيتي ادارو مننه كړې ده۔ په خپل "اېكس پوسټ" پېغام كښې داخله وزير په ګرد هېواد كښې د حضرت عليؓ د شهادت ورځ …
د حضرت عليؓ د شهادت ورځ په موقع ګرد هېواد كښې جلوسونه په سوله ايز ډول پائې ته ورسېدل٬ د امنيتي ادارو كاركردګي د ستائنې وړ ده٬ محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي د حضرت عليؓ د شهادت په موقع ګرد هېواد كښې د ماتم د جلوسونو په سوله ايزه تابيا د اطمينان څرګندونه كولو سره د ټولو مكاتب فكر علمائے كرامو، لائسنس هولډرز او د امنيتي ادارو مننه كړې ده۔ په خپل “اېكس پوسټ” پېغام كښې داخله وزير په ګرد هېواد كښې د حضرت عليؓ د شهادت ورځ په موقع لوي او كوچني جلوسونه نن د ماښام نه وړاندې خېرخېريت سره پخپلو روايتي لارو تېرېدو سره پائې ته رسېدلي دي٬ محسن نقوي د موجودہ چيلنجنګ حالاتو او امنيتي اندېښنو په تناظر كښې ټول لائسنس هولډرز او جيد علمائے كرامو د مرستې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چې په دې سختو حالاتو كښې په مثالي مرسته د ګرد هېواد لائسنس هولډرز او د مذهبي مشرانو مننه كوم۔ ده د پوليس٬ ضلعي انتظاميه او د استخباراتي اېجنسو د كاركردګۍ ستائنه كولو سره ووئيل چې په ګرد هېواد كښې پوليس او ضلعي انتطاميه غېر معمولي كار كړے دے۔










