اسلام آباد 11مارچ(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي په موجوده دور كښې جنګونه يوازې تر پولو محدود نه دي پاتې بلكې په ډيجيټل نړۍ هم جنګونه كېږي٬ ځكه پاكستان له به خپل سائبر نظام محفوظ او قوي كول وي دغسې چې قامي سلامتيا٬ معيشت او رياستي ادارې د ممكنه خطرو څخه وساتلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د جنګ ميډيا …
موجوده دور كښې جنګونه يوازې تر پولو محدود نه دي دې پاتې شوې بلكې په ډيجيټل نړۍ هم جنګونه كېږي٬ پاكستان له به خپل سائبر نظام محفوظ او قوي كول وي۔ فيصل كريم كنډي

مزید خبریں
اسلام آباد 11مارچ(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي په موجوده دور كښې جنګونه يوازې تر پولو محدود نه دي پاتې بلكې په ډيجيټل نړۍ هم جنګونه كېږي٬ ځكه پاكستان له به خپل سائبر نظام محفوظ او قوي كول وي دغسې چې قامي سلامتيا٬ معيشت او رياستي ادارې د ممكنه خطرو څخه وساتلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د جنګ ميډيا ګروپ تر سيوري لاندې قامي سائبر سكيورټي كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ كنفرنس كښې د سائبر سكيورټي پوهانو او زده كوونكو ګډون كړی۔ ګورنر ووئيل چې په دې مهمه موضوع كنفرنس كول د جنګ ميډيا ډلې كردار د ستائنې وړ دے ده ووئېل د ټېكنالوجۍ تند رفتار پرمختګ سره سره سكيورټي چېلنجونه هم زياتيږي د كومو مخ نيوي لپاره چې جامع لائحه او د ګډې هلو ځلو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل چې ننني معلومات٬ ډيټا او سائبر سسټمز د هر هېواد د معيشت٬ حكمرانۍ او سلامتيا بنيادي ستن جوړه شوې ده٬ كه چرې دا نظامونه محفوظ جوړ كړې شي نو نه يوازې معيشت بلكې رياستي ادارې او قامي سلامتيا هم سختو خطرو څخه بچ كړې شي۔ فيصل كريم كنډي ووئيل چې د پاكستان زلمے كول د هېواد لويه سرمايه ده او د خېبرپښتونخوا ځوانان هم د ټيكنالوجۍ په ميدان كښې بشپړه صلاحيتونه لري٬ كه چرې هغوي ته جديد ټېكنالوجۍ او د سائبر سكيورټي په څانګو كښې تعليم او تربيه وركړی شي نو نه يوازې د هېواد ډيجيټل نظام محفوظ جوړولې شي بلكې په نړيواله كچه هم د پاكستان نامه روښانه كولې شي۔ ګورنر هيله څرګند كړه چې د دې كنفرنس څخه رامخې ته كېدونكې تجويزونه او سفارشات به پاكستان كښې د سائبر سكيورټي نظام لا قوي كولو كښې مرستياله ثابت شي۔









