د سپيكر اياز صادق په هدايت په اسمبلي سيكرټريټ كښې د كفايت شعارۍ اقدامات عملي كړې شول

اسلام آباد۔11مارچ(اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق په هدايت په اسمبلي سيكرټريټ كښې د كفايت شعارۍ اقدامات عملي كړې شوې دي۔ قومي اسمبلي سېكرټرېټ په دې اړه نوټيفكېشن جاري كړے دے۔ د قومي اسمبلۍ د وياند له مخې دا نوټيفکيشن د وزير اعظم مياں شهباز شريف د كفايت شعارۍ كمپائن لاندې جاري كړے شوے دے۔ د کفايت شعارۍ كمپائن له مخې د 70 فيصد سرکاري ګاډو د …

اسلام آباد۔11مارچ(اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق په هدايت په اسمبلي سيكرټريټ كښې د كفايت شعارۍ اقدامات عملي كړې شوې دي۔ قومي اسمبلي سېكرټرېټ په دې اړه نوټيفكېشن جاري كړے دے۔ د قومي اسمبلۍ د وياند له مخې دا نوټيفکيشن د وزير اعظم مياں شهباز شريف د كفايت شعارۍ كمپائن لاندې جاري كړے شوے دے۔ د کفايت شعارۍ كمپائن له مخې د 70 فيصد سرکاري ګاډو د بند ساتلو پرېكړه شوې ده۔ د قومي اسمبلۍ غړو دوه مياشتو تنخاګانو او الاونسز كشی به 25 فيصد كټوتي كولې شي۔ د پارليماني پلاو د بهر هېوادونو په دورو بشپړ بندېز لګولے شوے دے۔ ګرېډ 20 يا دې څخه د پورته افسرانو چې تنخا يۍ 3 لكه يا دې څخه زياته ده د دوه ورځو تنخواه به قومي خزانه كښې جمع كولې شي۔ په قومي اسمبلي سېكرټرېټ كښې 80 فيصد عمله به كور څخه ورچوئل ډيوټي كوي۔ كور څخه كار كوونكو 80 فيصد ملازمينو ته به اضافي الاؤنس وركولې نه شي۔ د قائمه كمېټو غونډې به ورچوئل يا آن لائن كولې شي۔ په قومي اسمبلۍ مكښې به په اونۍ كښې څلور ورځې كار كيږي۔ د برېښنا په كارولو كښې د 70 فيصد كمي كولو پرېكړه شوې ده۔ غېر ضروري لائټس او برقي آلات به بند ساتلې شي