نړيواله ورورلي دې افغانستان څخه سر پورته كوٶنكې د ترهګرۍ خطر ته بيا پام وكړي۔ ممتاز زهره بلوچ

پېرس 10 مارچ (اے پي پي) فرانس كښې د پاکستان سفيرې ممتاز زهره بلوچ په نړيوالې ورورولۍ زور راوړې دې چې ھغوي دې افغانستان څخه سر پورته كوٶنكې د ترهګرۍ خطر ته بيا پام وكړي٬ دې خبردار كړه چې كه چرې دا مسئله حل نه كړې شوه نو دا به د منطقې نه بهر نورو هېوادونو هم متاثره كړي۔ "اوپينين ميګزين " سره خپلې مركه كښې ممتاز زهره بلوچ واضح …

پېرس 10 مارچ (اے پي پي) فرانس كښې د پاکستان سفيرې ممتاز زهره بلوچ په نړيوالې ورورولۍ زور راوړې دې چې ھغوي دې افغانستان څخه سر پورته كوٶنكې د ترهګرۍ خطر ته بيا پام وكړي٬ دې خبردار كړه چې كه چرې دا مسئله حل نه كړې شوه نو دا به د منطقې نه بهر نورو هېوادونو هم متاثره كړي۔ “اوپينين ميګزين ” سره خپلې مركه كښې ممتاز زهره بلوچ واضح كړه چې د په افغانستان كښې دننه پوځي كارروائۍ بريدونه نه ٶ بلكې د ترهګرو ډلو په ضد خاص اپرېشن ٶ۔ دې ووئيل چې د فرورۍ په 28مه نيټه شوې كارروائۍ په اصليت كښې د پولې راپورې غاړې ته د ترهګرۍ او دراندازۍ په ځواب كښې شوې د كومو په په نتيجه كښې چې د پاكستان پوځيان شهيدان شوي۔ سفير ممتاز زهره بلوچ واضح كړه چې پاکستان د اوږدې مودې راهسې د طالبان لنډمهاله حكومت سره مطالبه كوله چې ھغوي دې د افغان خاورې څخه د هڅې كوٶنكو ترهګرو ډلو ټي ټي پي او نورو په ضد كارروائۍ وكړي خو زمونږ دا مطالبې نظر انداز كړې شوې او دغه ډلو ته تحفط وركړې شو۔ د ډيورنډ لائن په ح واله سفيرې واضح كړه چې پوله ايز شخړه نشته٬ د دې له مخې دا پوله د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې په نړيواله توګه تسليم شوې ده۔ ده زور راوړو چې پاکستان ته د افغان اولس څخه نا بلكې د ترهګرو ډلو پټنځايونو څخه مسئله ده٬ د پاكستان او افغان اولس ترمېنځه ژورې تاريخي او كلتوري اړيكې دي