اسلام آباد 10مارچ (اے پي پي) پاكستان لبنان په ضد د اسرائيل د پرله پسې پوځي جارحيت په سختو ټكو كښې غندنه كړې چې په نتيجه كښې يې ګن شمېر كسان مړه او تقريبا 50 لكه كسانو بې كوره شوي۔ د خارجه دفتر لخوا د نهې په ورځ جاري بيان كښې ووئېل شول اسرائيلي اقدامات د نړيوال قوانينو خلاف ورزي ده٬ دا په لبنان كښې امن او استحكام باوري كولو …
پاكستان د لبنان په ضد د اسرائيل د پوځي جارحيت سخته غندنه وكړه
اسلام آباد 10مارچ (اے پي پي) پاكستان لبنان په ضد د اسرائيل د پرله پسې پوځي جارحيت په سختو ټكو كښې غندنه كړې چې په نتيجه كښې يې ګن شمېر كسان مړه او تقريبا 50 لكه كسانو بې كوره شوي۔ د خارجه دفتر لخوا د نهې په ورځ جاري بيان كښې ووئېل شول اسرائيلي اقدامات د نړيوال قوانينو خلاف ورزي ده٬ دا په لبنان كښې امن او استحكام باوري كولو له د لبناني حكومت هڅو ته زيان رسوي او د دې څخه په منطقه كښې روان سلامتيا او بشري بحران نور زياتېدو خطره ده۔ بيان كښې په نړيواله ورورولۍ زور راوړې شو چې هغوي دې د اسرائيل پوځي جارحيت٬ د وګړو د فرق نه غېر په نښه كول او لبنان خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت پرله پسې د خلاف ورزو خاتمې لپاره سمدستي اقدام وكړي۔ پاكستان اسرائيل څخه ټولو مقبوضه لبناني سيمو څخه سمدستي٬ بشپړه او غېر مشروط وتلو هم غوښتنه كړې۔ بيان كښې وئېلي دي چې پاكستان د دې جارحيت په لړ كښې د لبنان ورڼو سره د بشپړه يو والي څرګندونه كوي او پاكستان به لبنان او منطقه كښې د اوږدې مودې امن باوري كولو لپاره د ټولو هڅو ملاتړ جاري ساتي۔











