اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اسلامي جمهوريه ايران سره په ګډه كار روان ساتلو له د پاكستان د عزم پخلي كړی۔ده ووئيل د پاکستان او ايران اړيكې په شريكه عقيده، تاريخ، كلتور او ژبه اډانه دي٬ د پاکستان اولس د آيت الله سيد علي خامنه اي په شهادت ډېر غمژن دے، په دې سخت صورتحال كښې د ايران قيادت او اولس سره د …
وزيراعظم محمد شهباز شريف ايران سره په ګډه كار جاري ساتلو له د پاكستان د عزم پخلې٬ په دې سخته وضعه كښې د ايران قيادت او اولس سره يووالي سره ولاړ يو، د وزيراعظم د ايران د نوي رهبر معظم مجتبيٰ خامنه اي په نام چيټۍ
اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اسلامي جمهوريه ايران سره په ګډه كار روان ساتلو له د پاكستان د عزم پخلي كړی۔ده ووئيل د پاکستان او ايران اړيكې په شريكه عقيده، تاريخ، كلتور او ژبه اډانه دي٬ د پاکستان اولس د آيت الله سيد علي خامنه اي په شهادت ډېر غمژن دے، په دې سخت صورتحال كښې د ايران قيادت او اولس سره د يووالي څرګندونه كوو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د ايران نوي رهبر معظم مجتبيٰ خامنه اي په نامه چيټۍ كښې د ھغوي د پلار او د اسلامي جمهوريه ايران د سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي په شهادت د غمرازۍ څرګندوه كړې ده او دوي ته ئې د سپريم ليډر په ذمه وارو سنبھالولو مبارکي هم وركړې۔ وزيراعظم د ايران ورور اولس او اسلامي امت لپاره د پاکستاني اولس لخوا د غمرازۍ او دعاګانو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل چې د آيت الله سيد علي خامنه اي د شهادت له امله د پاکستان اولس سخت غمژن دے او په دې په دې سخته وضعه كښې د ايران قيادت او اولس سره يووالي سره ولاړ دے۔ وزيراعظم په دې اهمه ذمه وارۍ سنبهالولو رهبر معظم مجتبيٰ خامنه اي له مباركي وركولو سره د دې اميد څرګندونه وكړه چې د دوي به په خپله مشرۍ كښې په راتلونكي وخت كښې د امن، استحکام، وقار او خوشحالۍ پلو د ايران لارښودنه وكړي۔ ده اسلامي جمهوريه ايران سره په ګډه كار جاري ساتلو لپاره د پاكستان د عزم پخلې وكړو دغسې چې د دواړو وروڼو هېوادونو مفادو لپاره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا مستحكم كړې شي٬ خپلې چيټۍ كښې وزيراعظم رهبر معظم مجتبيٰ خامنه اي صحت او کاميابۍ او د اسلامي جمهوريه ايران وروڼو لپاره د امن، استحکام او خوشحالۍ دعاګانے هم وكړې











