وزيراعظم محمد شهباز شريف په ټيکس محصولاتو كښې اضافې لپاره د زياتې پېداواري څانګې د آټومېټك نګرانۍ په دائره کار كښې راوستلو او د ټېكس غلا مخه نيولو لپاره د انفورسمنټ لا موثره كولو امر وكړو

اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ټيکس محصولاتو كښې اضافې لپاره د زياتې پېداواري څانګې د آټومېټك نګرانۍ په دائره کار كښې راوستلو او د ټېكس غلا مخه نيولو لپاره د انفورسمنټ لا موثره كولو امر كړے دے۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ايف بي آر چارو په اړه د جاج اوونيزه غونډه د نهې په ورځ شوې ٬ وزيراعظم …

اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ټيکس محصولاتو كښې اضافې لپاره د زياتې پېداواري څانګې د آټومېټك نګرانۍ په دائره کار كښې راوستلو او د ټېكس غلا مخه نيولو لپاره د انفورسمنټ لا موثره كولو امر كړے دے۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ايف بي آر چارو په اړه د جاج اوونيزه غونډه د نهې په ورځ شوې ٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف په ټيکس محصولاتو كښې اضافې لپاره د زياتو پېداواري څانګې د آټومېټك نګرانۍ په دائره کار كښې راوستلو او د اېف بي آر په محصولاتو كښې اضافې او د ټېكس غلا مخه نيولو لپاره د انفورسمنټ لا موثره كولو امر كړے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د پرال (PRAL) په ايګزيکټو ډله كښې د ميرټ په بنياد د ماهرينو بھرتي او پرال يوه فعاله اداره جوړولو لپاره د معاشي ډلې ډاډګيرنه وكړه۔ وزيراعظم ډرګ ريګوليټري اتھارټۍ په هېواد كښې د جوړ شوې داروګانو سيريئلائزيشن زر تر زره د بشپړولو امر وكړو۔ ده ټيکس وركوٶنكو لپاره د آټو ټيکس سسټم، ډيجيټل انوائسنګ سسټم، آئرس (IRIS) او نور ايپليکيشنز په اردو او نورو ځائي ژبو كښې د جوړولو امر وكړو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې په ټيکس محصولاتو كښې اضافے لپاره د هېواد په بېلو څانګو كښې پيداوار نګرانۍ لپاره په جديد ټيکنالوجۍ اډانه يو شمېر نظام نافذ العمل دي او ځېنې به ډېر فعاله شي، د پيداوار نګرانۍ لپاره ويډيو ايناليټيکس، يونټ کاٶنټنګ، بارکوډ سکيننګ، سټيمپنګ، سيريئلائزيشن او نورې ذريعې استعمالېږي۔ د بريفنګ له مخې شوګر، سيمنټ، سګريټ او د سرې ټولو كارخانو كښې د پيداوار نګراني روانه ده او دې اقدام څخه د ټېكس محصولات زيات شوې دي، ټيکسټائل، څرمن ، کاغذ، آټوموبائل، مشروبات او په نورو څانګو كښې پيداوارې نګرانۍ لپاره اقدامات جاري دي چې ورسره به د اربونو روپۍ اضافي ټېكس امدن ترلاسه شي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې سپېځلتيا باوري كولو او د ټېكس وركوٶنكو اعتماد بحالۍ لپاره آلټرنيټ ډسپيوټ ريزوليوشن کميټيز قانون كښې بدلون شوې دې، آلټرنيټ ډسپيوټ ريزوليوشن کميټيز د لارې تر 30 جون 2026ء د ټيکس په مد كښې 80 اربه روپۍ آمدن د وصولېدو توقع ده٬ د جولائي كال 2025ء نه تر جنوري كال 2026ء د ټېكس په مقدمو د پرېكړو په نتيجه كښې په قامي خزانه كښې 102.9 اربه روپۍ ټيکس وصولي شوې، تر جون كال 2026ء زير التواء ټيکس مقدماتو څخه د ټېكس په مد كښې 369 اربه روپۍ وصولېدو توقع ده۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې پاکستان ريونيو آټوميشن لميټډ نوې ايګزيکټيو ډله فعاله شوې ده٬ د پرال ډيجيټل انوائسنګ نظام په بشپړه توګه فعال شوے دے، جنوري او د فرورۍ په مياشتو كښې 800 اربه روپو ډيجيټل انوائسنګ شوې دې او په اپريل 2026ء كښې د 3 کھرب روپوي ډيجيټل انوائسنګ هدف به هم ترلاسه شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شوې عصري تقاضو سره همكارا د ايف بي آر نوې ډيټا سينټر په بشپړه توګه تيار كړې شوې دي، په هېواد كښې د قاچاق مخ نيوي او د کارګو ټريکنګ لپاره ډيجيټل کارګو ټريکنګ نظام په خاص توګه د اي بلټي نظام متعارف كړې شوې دې٬ د پټروليم مصنوعات جي پي ايس ټريکنګ لپاره كوټلې نظام لاګو شوې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو محمد اورنګزيب، احد خان چيمه، ډاکټر مصدق مسعود ملك، عطاء الله تارړ، شزه فاطمه خواجه، علي پرويز ملک، وزير مملکت بلال اظهر کياني، اټارني جنرل آف پاکستان، د اېف بي آر چيئرمېن او د اړوند ادارو اعليٰ افسرانو ګډون كولو۔