د صحت نظام په مضبوط بنيادونو سمول پكار دے ، پاکستان نرسنګ کونسل مضبوطول ضروري دے۔ سيد مصطفيٰ کمال

اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي چې د نرسنګ څانګه د صحت په نظام كښې د ډېر اهميت وړ ده ٬ د رنځورانو معياري پالنې انحصار د نرسنګ سټاف په وظيفائي صلاحيتونو اړه لري٬ پاكستان كښې دا مهال قريباً د 9 لکه نرسز كمې دې او په نړيواله چه د 25 لكه نرسز طلب موجود دے۔ دا خبره ده …

اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي چې د نرسنګ څانګه د صحت په نظام كښې د ډېر اهميت وړ ده ٬ د رنځورانو معياري پالنې انحصار د نرسنګ سټاف په وظيفائي صلاحيتونو اړه لري٬ پاكستان كښې دا مهال قريباً د 9 لکه نرسز كمې دې او په نړيواله چه د 25 لكه نرسز طلب موجود دے۔ دا خبره ده د روغتيا په قامي ورزارت كښې د پاکستان نرسنګ کونسل دوېمې غونده كښې د ګډون په مهال كړې۔ ده ووئيل د مطلوبه هدفونو ترلاسه كولو لپاره د پاکستان نرسنګ کونسل مضبوطول ضروري دے او دا د نړيوال معيار له مخې په جديد خطوطو سمولو لپاره پوخ عزم شوے دے۔ ده ووئيل د نرسنګ کونسل د متاثره شوې وقار بحالۍ لپاره عملي اقدامات ضروري دي او په په اداره كښې مېرټ او سپېځلتيا ته به وده وركولو له په ګډه كار كول وي۔ وفاقي وزير ووئيل د صحت نظام په مضبوط بنيادونو سمول پكار دے ۔ په غونډه كښې سپيشل سيکرټري هيلتھ اسلم غوري ته د پاکستان نرسنګ کونسل صدر او ډاکټر سيد علي فرحان راضي نائب صدر منتخب كړې شو