دوهم چيئرمېن سيدال خان سره د خزانې پخواني صوبائي وزير امجد رشيد په مشرۍ كښې د چين سرمايه كارۍ كمپنۍ پلاوي وليدل

كوئټه 10مارچ(اے پی پی) د سينيټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان سره د خزانې پخواني صوبائي وزير امجد رشيد په مشرۍ كښې د چين سرمايه كارې كمپنۍ چانګ جيانګ انډسټريز چيئرمېن ژانګ يانګ سره د خپل پلاوي په كوئټه كښې وليدل٬ په ملاقات كښې په بلوچستان كښې د چين كمپنو لخوا په ممكنه سرمايه كارۍ٬ صنعتي پرمختګ او د پاك چين اقتصادي مرستې په بيلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي …

كوئټه 10مارچ(اے پی پی) د سينيټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان سره د خزانې پخواني صوبائي وزير امجد رشيد په مشرۍ كښې د چين سرمايه كارې كمپنۍ چانګ جيانګ انډسټريز چيئرمېن ژانګ يانګ سره د خپل پلاوي په كوئټه كښې وليدل٬ په ملاقات كښې په بلوچستان كښې د چين كمپنو لخوا په ممكنه سرمايه كارۍ٬ صنعتي پرمختګ او د پاك چين اقتصادي مرستې په بيلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي د سينيټ دوهم چيئرمېن ته بريفنګ وركولو سره ووئيل چې د چين كمپنۍ به راتلونكو پنځو كلونو كښې د پاكستان په خاص توګه بلوچستان كښې د صنعت٬ معدنيات ٬ زراعت٬ ټرانسپورټ٬ سېلګرۍ او نورو معاشي څانګو كښې په لويه كچه سرمايه كارۍ كښې خوښي لري۔ د بريفنګ له مخې ابتدائي پړاؤ كښې به په مينو فيكچرنګ څانګه كښې تقريبا 2.6 ارب امريكائي ډالر او معدنيات په څانګه كښې 14 ملين امريكائي ډالرو سرمايه كارۍ متوقع ده كوم څخه به چې بلوچستان كښې صنعتي هلو ځلو ته وده ترلاسه شي او په ځايې كچه د روزګار به پراخا موقعې پيدا شي۔ د ملاقات په مهال دواړو ډلو بلوچستان كښې د سرمايه كارۍ ودې٬ معدني وسائل موثر استعمال او پاك چين اقتصادي مرستې ته لا پراختيا وركولو په اړه په بيل تجويزونو او امكاناتو هم تفصيلي د خيالاتو څرګندونه شوه