د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د سويډن سفير وليدل

اسلام آباد 10 مارچ (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره په پاكستان كښې سويډن سفير اليګزينډر ابرګ وان لنډے ملاقات۔ د ملاقات په مهال دواړو په نړيوال صورتحال او د دې په ممكنه اثراتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د سويډن سفير ډاكټر مصدق ملك ته …

اسلام آباد 10 مارچ (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره په پاكستان كښې سويډن سفير اليګزينډر ابرګ وان لنډے ملاقات۔ د ملاقات په مهال دواړو په نړيوال صورتحال او د دې په ممكنه اثراتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د سويډن سفير ډاكټر مصدق ملك ته آركټك سركل اسمبلۍ كښې د ګډون په بلنه ترلاسه كېدو مباركي وركړه او وې وئېل چې دا د دې خبرې څرګندونه ده نړيواله ورورولي د دې حقيقت څخه خبر دې چې موسمياتي مسئلې تر پولو محدود نه بلكې په نړيواله كچه د شريكو اقداماتو متقاضي ده۔ په دې موقع وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې هغه هېوادونه كوم چې د واورې ويلي كېدو څخه نيغ په نيغه متاثر كيږي دغسې آركټك منطقې هېوادونه او هماليائي په لړ كښې د تړون لرونكي هېوادونو پشمول پاكستان٬ د دوي ترمينځه نزدې مرسته ډېره ضروري ده۔ ده ووئيل د دې ډول مرستې څخه تحقيق او شريك پالېسي اقداماتو ته وده وركولې كېدې شي دغسې چې موسمياتي بدلون او د واورې ويلي كېدو څخه د رامخې ته شوې چېلنجونو په موثر ډول مقابله وكړې شي۔ سفير د موسمياتي اقدامات په اړه د سويډن په نقطه نظر رڼا اچولو سره ووئېل چې سويډن د موسمياتي مسئلې يوازې پرمختيائي تناظر كښې نه بلكې د نجي څانګې د فعاله شموليت سره مشاهده كوي٬ په دې لړ كښې ده وفاقي وزير خبر كړې شو چې د سويډن مالياتي اداره اسکینډ ینیوسکا اینسکیلډا بینکن (ایس ای بی) كوم چې وړاندې نه د ګرين قرضو په څانګه كښې كار كوي٬ پاكستان كښې اوبو٬ بنيادي ډهانچے او توان پروژو لپاره د ګڼ اړخيزه هېوادونو د فنډ جوړولو امكان جاج اخلي۔ ده ووئيل چې د دې اقدام مقصد ځايې كمپنۍ د موسمياتي نوعيت په پروژو كښې د سرمايه كارۍ په مهال رامخې ته خطرې كمولو له مرسته كولې دي