په خارجه پالېسۍ د تبصرې كولو په وخت دې آئين او قومي ګټې نظر كښې وساتلې شي: اعظم نذير تارړ

اسلام آباد۔10مارچ (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې پاكستان يو ذمه وار او اتومي رياست د٬ له دې كبله اولس او مېډيا دې په نړيوالو چارو او په خاص توګه په خارجه پالېسۍ خپلو څرګندونو كښې آئين او قومي ګټې نظر كښې وساتي۔ د نهې په ورځ په پي ټي وي هېډكوارټر كښې نيوز كنفرنس ته خپله وېنا كښې ده ووئيل …

اسلام آباد۔10مارچ (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې پاكستان يو ذمه وار او اتومي رياست د٬ له دې كبله اولس او مېډيا دې په نړيوالو چارو او په خاص توګه په خارجه پالېسۍ خپلو څرګندونو كښې آئين او قومي ګټې نظر كښې وساتي۔ د نهې په ورځ په پي ټي وي هېډكوارټر كښې نيوز كنفرنس ته خپله وېنا كښې ده ووئيل پاکستان په منطقه كښی په روانه كړكېچنه وضعه كښې متوازن او ذمه وار دريځ خپل كړې دې۔ ده ووئيل كله هم چې كومه پېښه په نړيواله كچه يا په ځايې كچه رامخې ته شوې ده پاكستان د سفارتي اصولو لمخې غبرګون ښودلے دے او ملګرو هېوادونو سره يۍ خپلو اړيكو ته كتلي دي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان د آئين آرټيكل 19 لاندې هر وګړې د څرګندونې آزادي لري بياهم دې آزادۍ سره سره ځينې بندېزونه هم دي۔ د دې بندېزونو تعلق د اسلام عظمت، د پاکستان د سلامتيا، دفاع، ملګرو هېوادونو سره د اړيكو ٬ اولسي نظم وضبط ٬ اخلاقيات او د عدالت سپكاوي په څير چارو سره دے۔ ده ووئيل په تېرو ورځو كښې په سوشل او الېكټرانك ميډيا ځينې داسې تبصرې رامخې ته شوې كومو څخه چې په سفارتي كچه غلط تاثر رامخې ته كېدې شي۔ ده ووئيل كوم وګړے يا ډله دا حق نه لري چې هغه د پاكستان خارجه پالېسۍ په اړه داسې بيانونه وركړي كومو سره چې ملګرو هېوادونو سره زمونږ اړيكې اغېزمنې شي۔ اعظم نذیر تارړ وويل پاكستان خليجي او نورو وروڼو اسلامي هېوادونو سره د ملګرتيا پخوانۍ اړيكې لري له دې كبله دا ويل چې پاكستان دې يو هېواد سره او د بل په ضد شي د دې نه خو آئين اجازه وركوي او نه قومي مفاد ددې غوښتنه كوي۔ ده وويل حکومت او خارجه وزارت په منطقه كښې تاؤ تريخوالې كمولو او امن ته وده وركولو له خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقی وزیر اولس ٬ سوشل ميډيا صارفينو او خبريالانو ته خواست وكړو چې هغوي دې خپلو څرګندونو كښې د آئين او قانون د حدونو خيال وساتي او داسې بيانونو څخه دې ډډه وكړي چې ورسره د پاكستان ملګرو هېوادونو سره اړيكې اغېزمنې شي